اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د زياتي شوې ودانۍ لپاره د كوټلې تګلاري جوړولو سپارښتنې سره په قامي كچه د آبادۍ په اړه پاليسي جوړولو لپاره د نېشنل پاپوليشن كونسل جوړولو پريكړه كړې ۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د زياتي شوې وانۍ په مسئلو مهمه غونډه وشوه چې پكښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د اقتصادي …
وسائل او ودانۍ كښې توازن د كوټلي پرمختګ ضمانت دے،د وزيراعظم غونډي ته وينا، د نېشنل پاپوليشن كونسل جوړولو پريكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د زياتي شوې ودانۍ لپاره د كوټلې تګلاري جوړولو سپارښتنې سره په قامي كچه د آبادۍ په اړه پاليسي جوړولو لپاره د نېشنل پاپوليشن كونسل جوړولو پريكړه كړې ۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د زياتي شوې وانۍ په مسئلو مهمه غونډه وشوه چې پكښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه ، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ،د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال، وزير مملكت ملك مختار احمد بھرتھ او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم په غونډه كښې د زياتي شوې آبادۍ لپاره د موثره او كوټلي قامي تګلاري جوړولو سپارښتنه وكړه۔ده په قامي كچه د ودانۍ په اړه پاليسي جوړولو لپاره د نېشنل پاپوليشن كونسل جوړولو پريكړه وكړه د كوم مشري به چې پخپله كوي۔ نېشنل پاپوليشن كونسل كښې به د څلورو واړو صوبو اعليٰ وزيران،د د آزاد كشمير وزيراعظم او د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ شامل وي۔ وزيراعظم غونډي ته وينا كښې ووئيل وسائلو اووانۍ كښې توازن د كوټلي پرمختګ ضمانت دے،تندۍ سره زياتې شوي ودانۍ سره په قامي وسائلو فشار زياتيږي او دا پرمختګ لپاره لوي چيلج دے۔ ده ووئيل حكومت پورا هڅي كوي چې د خبرتيا كمپائن ، د صحت و تعليماسانيو زياتولو او متوازن پرمختګ د لارې د آبادۍ زيات شوي رفتار باندب قابو وموندلې شي،د آبادۍ ښه نظم و نسق لپاره ’’هول آف دي ګورنمنټ اپروچ‘‘ دې خپل كړے شي۔وزيراعظم د اولسي خبرتيا كمپائن كښې د علمائے كرامو او كميونټي لارښودو شموليت باوري كولو سپارښتنه هم وكړه۔غونډي ته د هېواد په زياتي شوې ودانۍ او قابو و ښېګړې په اقدامات بريفنګ وركړے شو۔ بريفنګ له مخې د سماجي تحفظ پروګرامونه به خانداني منصوبه بندۍ سره تړلې شي۔غونډه كښې ووئيل شول ميرمني په معاشي ډول خپلواكه كول په ودانۍ قابو موندلو كښې مهم كردار ترسره كولې شي، دغسې د خانداني منصوبه بندۍ په اړه د خبرتيا كمپائن چليږي۔










