د پاكستان او آذربائيجان اړيكي  د وخت تېرېدو سره سره لا قوي كيږي، د وزيراعظم شهباز شريف  د آزربائيجان د انصاف وزير سره ملاقات كښې خبرې

  اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  پاكستان او آذربائيجان وروڼه هېوادونه دي د كومو اړېكي چې  د وخت سره سره لا قوي كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آذربائيجان د انصاف وزير فريد تراب اووعلو احمدوف سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه …

 

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  پاكستان او آذربائيجان وروڼه هېوادونه دي د كومو اړېكي چې  د وخت سره سره لا قوي كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آذربائيجان د انصاف وزير فريد تراب اووعلو احمدوف سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د قانون، انصاف و بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، اټارني جنرل منصور عثمان اعوان، وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سيكريټري آمنه بلوچ هم موجود وه ۔ په ملګرتيا او ښه چاپيرچل كښې شوي ملاقات كښې وزيراعظم د آذربائيجان وزير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان او آذربائيجان وروڼه هېوادونه دي د كومو اړېكي چې د  وخت سره سره لا قوي كيږي۔ده د آذربائيجان صدر الهام عليوف لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او د رواني اوونۍ په پيل كښې د شوو ټيلي فوني خبرو اترو ذكر ئې وكړو۔د وزيراعظم مننې سره د آذر بائيجان  وزير په ميلمستيا كولو د پاكستان مننه وكړه۔ ده وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه قانوني او عدالتي مرستي په څانګه كښې د رواني مرستي څخه خبر كړو ۔ دواړو ډلې د شريكې قانوني مرستې زياتولو سره سره د هېوادونو عدالتي نظام د كار استعداد باوري كولو له په ګډه په فعاله توګه كار كوي۔ وزيراعظم د ډلو هڅي ستائيلو سره ووئيل د خپل ورور صدر الهام عليوف سره ډير زر ملاقات كولو ته سترګي په لار يم دغسې چې د دواړو ډلو ترمينځه ټولو څانګو كښې ښه دوه اړخيزه مرسته روانه اوساتلې شي۔

 

 

مزید خبریں