د پاکستان او آسټریلیا تر مينځه د ون ډے انټرنیشنل میچز  د سیریز ټکټونه به د  22 مي څخه خرڅېدل پېل شي  

  لاهور۔14مئی  (اے پي پي) د پاکستان او آسټریلیا تر مينځه د  دريو ون ډے انټرنیشنل میچز د سیریز ټکټونه به د 22 مئي څخه خرڅېدل پېل شي ۔ كتونكې  د 22  مئي د ماسپخين 3 بجو  نه آن لائن ټکټ  اغستلې شي ٬ دغسې فزیکل ټکټ به هم  په دې ورځ د ټي سي ایس 16 ایکسپریس سینټرز  باندې تر لاسه كېدې شي۔ د ټکټونو خرڅ لپاره په لاهور …

 

لاهور۔14مئی  (اے پي پي) د پاکستان او آسټریلیا تر مينځه د  دريو ون ډے انټرنیشنل میچز د سیریز ټکټونه به د 22 مئي څخه خرڅېدل پېل شي ۔ كتونكې  د 22  مئي د ماسپخين 3 بجو  نه آن لائن ټکټ  اغستلې شي ٬ دغسې فزیکل ټکټ به هم  په دې ورځ د ټي سي ایس 16 ایکسپریس سینټرز  باندې تر لاسه كېدې شي۔ د ټکټونو خرڅ لپاره په لاهور كښې  8، پنډۍ كښې  5 او اسلام آباد كښې 3 ټي سي ایس سینټرز مختص کړې شوي دي ٬ دغسې چې كتونكو ته  سهولت وركړے شي ۔ د  پاکستان او آسټریلیا  تر مينځه وړومبے  ون ډے انټرنیشنل میچ په 30  مئی پنډۍ کرکټ اسټیډیم كښې به كېږي۔ د سیریز دويم او  دريم میچ به په 2  او 4 جون قذافي اسټیډیم لاهور كښې كېږي ۔