اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د مذهبي چارو او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف په ريلوے وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬اولسي آسانيو او د انتظامات په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د ريلوے وزارت لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو …
د ريلوے وفاقي وزير سره د مذهبي چارو وزير ملاقات٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د مذهبي چارو او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف په ريلوے وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬اولسي آسانيو او د انتظامات په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د ريلوے وزارت لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د مذهبونو همغږۍ ودې٬اد اولسي خذمت پروژو ښه والي او اداره جاتي مرستې لا موثره كولو په ضرورت زور راوړو ۔دواړو وزيرانو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د اولسي مسئلو حل او د خذمت وركړه ښه كولو لپاره به شريكې رابطې او مرستې لا قوي كولې شي۔په دې موقع سردار محمد يوسف د ريلوے ملازم شهيد لياقت علي بهادري او قربانۍ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د لياقت پشان بهادر كسان قامي اثاثه ده او د هغه قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په خبرو اترو كښې ووئېل پاكستان ريلوے كښې اصلاحات او مسافرو ته ښې آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔










