اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د زياتېدونكې ودانۍ له مخئ د هاؤسنګ په څانګه كښې اصلاحات د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره ووئيل د لږ امدن لرونكې طبقې ته د استوګنې ځايونه وركول٬ د ارزانو كورونو منصوبې پشمول د نجي څانګې ډاډګيرنه او د اولسي سهولتونو ښه كولو ته مونږ پام لرنه كوو ، د هاؤسنګ په څانګه كښې سپېځلتيا ته ودې لپاره …
د هاؤسنګ په څانګه كښې سپېځلتيا ته ودې لپاره به ټولې چارې ډيجيټائز او آټوميټ كولې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د زياتېدونكې ودانۍ له مخئ د هاؤسنګ په څانګه كښې اصلاحات د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره ووئيل د لږ امدن لرونكې طبقې ته د استوګنې ځايونه وركول٬ د ارزانو كورونو منصوبې پشمول د نجي څانګې ډاډګيرنه او د اولسي سهولتونو ښه كولو ته مونږ پام لرنه كوو ، د هاؤسنګ په څانګه كښې سپېځلتيا ته ودې لپاره به ټولې چارې ډيجيټائز او آټوميټ كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د هاٶسنګ په څانګه كښې د اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، ميا رياض حسېن پير زاده ، محسن نقوي ، اعظم نذير تارړ ، د وزيراعظم د صوبائي رابطو سلاحكار رانا ثناء الله، وزير مملکت طلال چوهدري، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د نېب چئيرمېن ليفټننټ جنرل (ر) نذير احمد بټ، اټارني جنرل منصور اعوان او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د زياتېدونكې آبادۍ له مخئ د هاؤسنګ په څانګه كښې اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے٬ د زياتېدونكې آبادۍ او د ښاريو د بې ترتيبه خپرېدو په سبب په زرعي زمكو فشار زياتېږي٬ كومې لپاره چې مناسب تګلارې جوړولو ته اړتيا ده٬ د هاؤسنګ په څانګه كښې ټولې چارې به ډيجيټائز او آټوميټ كړے شي دغسې چې سپېځلتيا وده اومومي۔ وزيراعظم ووئيل په هاؤسنګ سيکټر كښې بهرني سرمايه كار راغب كولو لپاره دا سيکټر د ضابطه كار له مخې روانول ضروري دي۔ غونډه كښې په هاؤسنګ سيکټر كښې د اصلاحات تجويزونه وړاندې كړے شول۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د هاؤسنګ څانګه كښې د سپېځلتيا په اړه معتبر سرمايه کارو او ډويلپرز ته سهولتونه وركولو په اړه به ريګوليټري فريم ورك آسانولې شي٬ په هاٶسنګ او ډيويلپمنټ سيکټر كښې كار كوٶنكو لپاره ايس اي سي پي كښې رجسټريشن لازمي ګرځول پكار دي٬ د ښاريو بې ترتيبه خپرېدو لاره نيولو په اړه به هم تګلاره جوړولې شي۔ د بريفنګ له مخئ په لويو ښاريو كښې به د جګو ودانيو او ورټيکل ايکسپينشن ډاډګيرنه كولې شي۔ په بريفنګ كښې لويو ښاريو لپاره د ماسټر ټاؤن پلاننګ وړاندې وركولو سره ووئيل شول ډويلپرز، اغستونكي او د نورو شراكتدارو د حقونو تحفظ په حواله ون ونډو سسټم جوړول پكار دے٬ وزيراعظم د دې تجويزونو په اړه صوبو سره د مشاورت هم امر وكړو۔










