اسلام آباد۔14مئی (اے پي پي) چیف الیکشن کمشنر سلطان سکندر راجه وئېلي دي پولیټیکل فنانس ونګ د الیکشن کمیشن يوه مهمه څانګه ده، كومه چې په تېرو څو كلونو كښې په مؤثر انداز روانه كرې شوې ده ۔ د الیکشن کمیشن د جاري بیان تر مخه چیئرمین بورډ آف اسټډیز د پاکستان انسټي ټیوټ آف پبلک فنانس اکاؤنټنټس ساجد حسین د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه سره ملاقات …
پولیټیکل فنانس ونګ د الیکشن کمیشن يوه مهمه څانګه ده ، سکندر سلطان راجه

مزید خبریں
اسلام آباد۔14مئی (اے پي پي) چیف الیکشن کمشنر سلطان سکندر راجه وئېلي دي پولیټیکل فنانس ونګ د الیکشن کمیشن يوه مهمه څانګه ده، كومه چې په تېرو څو كلونو كښې په مؤثر انداز روانه كرې شوې ده ۔ د الیکشن کمیشن د جاري بیان تر مخه چیئرمین بورډ آف اسټډیز د پاکستان انسټي ټیوټ آف پبلک فنانس اکاؤنټنټس ساجد حسین د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه سره ملاقات وكړو ۔ د ملاقات په مهال سیکرټري الیکشن کمیشن او اسپیشل سیکرټري پولیټیکل فنانس هم موجود وو۔ په دې مهال چیف الیکشن کمشنر ووئېل پولیټیکل فنانس ونګ د الیکشن کمیشن يوه مهمه څانګه ده ،كومه چې په تېرو څو كلونو كښې په مؤثره ډول روانه كرې شوې ۔ ده ووئېل کمیشن د خپل آډټ او اکاؤنټس سره د اړوندو چارواكو پیشه ورہ تربیې او د كار استعدادِ زياتولو ته خاص اهمیت وركوي ۔چیف الیکشن کمشنرووئېل الیکشن کمیشن او د پیپفا ترمينځه شوے ایم او یو په دې ږړ كښې مهم سنگګ میل به ثابت شي ۔ د ملاقات نه پس الیکشن کمیشن آف پاکستان او د پاکستان انسټي ټیوٹ آف پبلک فنانس اکاؤنټنټس تر مينڅه په يو مفاهمتي یاداښت لاس ليك وكړے شو۔ په دې مهال سیکرټري الیکشن کمیشن عمر حمید خان ووئېل د دې یاداښت نه پس د الیکشن کمیشن آف پاکستان د اکاونټس چارواكي د پیفا څخه استفاد تر لاسه كولې به شي ځكه چې دوي ته د دې ادارې د اړخه سرټفیکټ به وركولې شي ۔ده ووئېل د الیکشن کمیشن ټریننګ ونګ هم د خپلو افسرانو تربیې لپاره د پیفا د تجربې او مهارت څخه ګټه پورته كولې شي ۔د بورډ آف ګورنرز چيئرمېن د پاکستان انسټي ټیوټ آف پبلک فنانس اکاؤنټنټس سید حسن په دې موقع ووئېل پاکستان انسټي ټیوټ آف پبلک فنانس اکاؤنټنټس او انسټیټیوټ آف کاسټ اینډ مینجمنټ اکاؤنټنټس پاکستان ته د آډیټر جنرل آف پاکستان معاونت تر لاسه دے ۔ده ووئېل د پاکستان د 500 نه په زياتو ادارو كښې د دوي سره اړوند پروفیشنل اکاؤنټنټس د آډټ او د اکاؤنټس فرائض تر سره كوي ۔د سید حسن تر مخه دا ادارہ پاکستان كښې د اکاؤنټنګ په څانګه كښې د دوېمې درجې پروفیشنل ادارو كښې شمېرلې كېږي ۔










