پاکستان تر هغه وخت په ناروغيو قابو نه شي موندلے تر څو چې د هغې د مخنيوي، سکريننګ، پاكو اوبو او د اولسي روغتي په اړه خبرتيا ته پام لرنه ونه كړې شي۔سيد مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد 13 مئي  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي پاکستان تر هغه وخت په ناروغيو قابو نه شي موندلے تر څو چې د هغې د مخنيوي، سکريننګ، پاكو اوبو او د اولس روغتيا په اړه خبرتيا ته پام لرنه ونه كړي شي ۔قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ده ووئيل د روغتيا وزارت محدود مالي وسائل لري ځكه چې …

 

اسلام آباد 13 مئي  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي پاکستان تر هغه وخت په ناروغيو قابو نه شي موندلے تر څو چې د هغې د مخنيوي، سکريننګ، پاكو اوبو او د اولس روغتيا په اړه خبرتيا ته پام لرنه ونه كړي شي ۔قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ده ووئيل د روغتيا وزارت محدود مالي وسائل لري ځكه چې آئيني انتظام ترمخه زيات فنډز صوبو ته منتقل کړے شوي چرته چې د صحت په څانګه بنيادي اختيار هم د صوبو دے۔ده ووئيل پاکستان دا مهال د تور زيړي له امله زياتو ځپلے شوو هېوادونو كښې شامل دے۔ده ووئيل هېواد كښې نزدې يو كروړ 10 لکهه وګړي په دې رنز اخته دي دغسې د سکريننګ کمي په وجه نزدې 80 فيصده رنزوران د خپل حالت څخه نه دي خبر ۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم محمد  شهباز شريف په اقدام حکومت په هېواد كښې ويړيا د تور زيړي سکريننګ او درملني پروګرام پېل كړے۔ده ووئيل دا پروګرام اسلام آباد څخه په آزمائشي توګه پېل شوے جې له مخې به ئې 12 سکريننګ سينټري جوړولي شي دغسې په يو كال كښې به د صوبو په مرسته د دغه مركزونو شميره ټول هېواد كښې 1,000 ته رسولې شي۔سيد مصطفيٰ کمال ووئيل د دې پروګرام اندازه 67 اربه روپۍ ده، حکومت سکريننګ ټيسټ او د هيپاټائټس سي رنځورانو لپاره ويړيا داروګان هم وركوي ۔ مصطفيٰ کمال ووئيل د كال نزدې 61 لکهه 30 زره كوچنيان پيدا كيږي، په بيړه آبادي زياتيږي او د مناسب پاكوالي نه لرلو په وجه د صحت چيلنجونه زياتيږي۔ ده ايوان ته ووئيل وزارت د مرګي رنځونو يونټ د نړيوالو شراکت دارو پشمول د ګلوبل فنډ په مرسته د ايچ آئي وي،ټي بي او مليريا په پروګرامونو كار كوي۔

مزید خبریں