اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د انفارميشن ټيکنالوجۍ تعليم د نړيوالو تقاضو سره سمولو لپاره د جامع تګلارې وړاندې كولو امر سره وئيلي دي حكومت ځوانانو ته د تعليم و تربيې٬ روزګار او د كاروبار ښو موقعو وركولو لپاره عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم يوتھ پروګرام د روانو منصوبو د پېشرفت او په راتلونكي كال كښې د نوو منصوبو …
د وزيراعظم آئي ټي تعليم د نړيوالو تقاضو سره سمولو لپاره د جامع تګلارې وړاندې كولو امر٬ حكومت ځوانانو ته تعليم و تربيه ٬ روزګار او د كاروبار ښه موقعو وركولو لپاره عزم لري۔ شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د انفارميشن ټيکنالوجۍ تعليم د نړيوالو تقاضو سره سمولو لپاره د جامع تګلارې وړاندې كولو امر سره وئيلي دي حكومت ځوانانو ته د تعليم و تربيې٬ روزګار او د كاروبار ښو موقعو وركولو لپاره عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم يوتھ پروګرام د روانو منصوبو د پېشرفت او په راتلونكي كال كښې د نوو منصوبو وړاندېزونو په اړه د جاج اسغتو غونډې مشرۍ په مهال خپله وېنا كښې وكړه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران احسن اقبال، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، شزه فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں،د ايچ اي سي ن ډاکټر نياز احمد او اړوند لوړ پورو ګډون كولو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل حکومت ځوانانو ته د تعليم، هنر، روزګار او د کاروبار ښو موقعو وركولو لپاره عزم لري ، ځوانانو ته د آئي ټي او په نورو څانګو كښې د نړيوال معيار تعليم و تربيه وركولو لپاره اقدامات زياتوٶ۔ ده د هائر ايجوکيشن کميشن او انفارميشن ټيکنالوجي وزارت ته په پوهنتونونو كښې د انفارميشن ټيکنالوجۍ تعليم د نړيوالو تقاضو سره سمولو لپاره د جامع تګلارې وړاندې كولو امر وكړو۔ ده د وزيراعظم يوتھ پروګرام ته د ځوانانو تکنيکي و فني تربيې پلو د پام راګرځولو هم امر وكړٶ كومې څخه به چې د هېواد دننه او بهر د روزګار موقعې باوري شي۔ وزيراعظم ځوانان د کاروبار پېل كولو لپاره د بېلو آسانو پوورنو سكيم په يو پلېټ فارم د راجمع كولو امر هم وكړو۔ ده د لږ آمدن لرونكې او د مېنځنۍ طبقې تعلق لرونكو ځوانانو ته اليکټرك بائيکس وركولو لپاره يوتھ پروګرام ته د صنعت وزارت سره د مرستې امر وكړو۔ وزيراعظم د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں او د ھغه د ډلې د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ غونډې ته د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې د روانو منصوبو په کارګردګي بريفنګ وركړے شو٬ غٶنډې ته ووئيل شول ډيجيټل يوتھ هب جوړولو سره تر اوسه اته لكه نه زيات ځوانان او د دوه زره نه زياتې ادارې رجسټرډ شوې دي او هره ورځ د 4800 نه زيات درخواستونه تر لاسه كېږي د كومو چې د سخت جانچ پړتال نه پس شموليت باوري كولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول وزيراعظم يوتھ بزنس اينډ ايګري لونز له مخې تر اوسه دوه لكه 87 زره نه زياتو ځوانانو ته 122.5 اربه روپۍ او كر كېلې لپاره په آسانو وشرطونو پپورنه وركړې شوې دي۔ د بريفنګ له مخئ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په هېواد كښې وړومبۍ يوتھ اينډ ايډاليسينټ پاليسي او وړومبۍ يوتھ روزګار پاليسي جوړه كړې شوه ده دغسې په هېواد كښې وړومبے قامي يوتھ کونسل جوړول، وزيراعظم سپورټس اينډ ټيلنټ هنټ پروګرام هم فعاله دي ٬ د سپورټس اينډ ټيلنټ هنټ پروګرام له مخې سږ كال څلور لكه ځوانانو په دې كښې برخه اخستې چې پكښې د هېواد د محرومو او متوسط طبقوں ځوانانو له په مېرټ د هنر ښودلو موقع وركړې شوې د كومو عملي مظاهره چې سږ كال پاکستان سپر ليګ كښې د دې پروګرام له مخې د رامخئ ته شوو لوبغاړو شموليت په صورت شوې۔ په غونډه كښې د يوتھ پروګرام له مخې په هېواد كښې د مکس مارشل آرټس، فيفا ايرينا او د اي سپورټس په اقدامات هم بريفنګ وركړے شو٬ غونډه كښې د يوتھ پروګرام له مخې په نوو مجوزه منصوبو هم بريفنګ وركړے شو










