اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د سيمي بدل شوي صورتحال ترمخه د بندر ځايونو د چمتو والي نيولو جاج اخستلو لپاره او د پاكستان بندر ځايونه د سيمه ايز ټرانزټ و ټرانس شپمنټ حب جوړولو په تګلاره د اعليٰ پائې غونډه وشوه۔ د وزارت د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې د شورو په …
د بحري چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې د پاكستان بندر ځايونه د سيمه ايز ټرانزټ و ټرانس شپمنټ مركز جوړولو په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د سيمي بدل شوي صورتحال ترمخه د بندر ځايونو د چمتو والي نيولو جاج اخستلو لپاره او د پاكستان بندر ځايونه د سيمه ايز ټرانزټ و ټرانس شپمنټ حب جوړولو په تګلاره د اعليٰ پائې غونډه وشوه۔ د وزارت د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې د شورو په ورځ په غونډه كښې شپنګ لائنز، ټرمينل آپريټرز او نورو مهمو سټيك هولډرز ګډون وكړو،چرته چې د تعطل نه غير د سمندري تجارت ودي ، آپريشنل كاركردګي ښه كولو، د فيډر كنيكټيويټي استحكام او د كاروباري تګلاري په آسانولو غور وشو۔په غونډه كښې كراچۍ د يو باور وړ ميري ټائم ګيټ وے په توګه په رامخې ته كولو زور راوړلے شو ۔په غونډه كښې د ريګوليټري چيلنجز، ډيجيټلائزيشن، د سټيك هولډرز ترمينځه د همغږي او د سيمه ايزب كارګو د امكانات جاج واخستلے شو۔










