اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي آئي بي آئي د پاكستان ډيجيټل اكانومي يواځې يو دفتر نه بلكه د پاكستان او چين ترمينځه نوي اقتصادي وژن او شراكت دارۍ علامت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آئي بي آئي د پاكستان ډيجيټل اكانومي هيډكوارټر پرانستي دستوري ته وينا كښې وكړه ۔ ده …
آئي بي آئي د پاكستان د ډيجيټل اكانومي يو دفتر نه د پاكستان او چين د نوي اقتصادي وژن او شراكت دارۍ علامت دے۔هارون اختر خان

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي آئي بي آئي د پاكستان ډيجيټل اكانومي يواځې يو دفتر نه بلكه د پاكستان او چين ترمينځه نوي اقتصادي وژن او شراكت دارۍ علامت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آئي بي آئي د پاكستان ډيجيټل اكانومي هيډكوارټر پرانستي دستوري ته وينا كښې وكړه ۔ ده ووئيل پاكستان او چين په ګډه د سيمي ډيجيټل او معاشي سباؤن له نوې اړخ وركوي، دواړه هېوادونه خپلو كښې د ملګرتيا، مستقل مزاجۍ او شريك وژن نه ختميدونكي خپلولي لري۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان معاشي استحكام، اصلاحات او نړيوال باور بحالوول پلو روان دے۔هارون اختر خان ووئيل پاكستان د جنګ ميدان نه بلكه منطقه كښې د استحكام قوي قلعه ده، د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ كښې سيمه د لوئ بحران څخه بچ كولو كښې مهم كردار ترسره كړےے۔ده ووئيل د نړۍ معيشت تندۍ سره بدلېږي او هېوادونه چې د ډيجيټلائزيشن څخه تيريږي هغه نړيوال معيشت كښې شاته پاتي كيږي ۔ ده ووئيل پاكستان د لنډي مودې نه بلكه د اوږدې مودې او انقلابي شراكت دارو خوښي لري، پاكستان او چين يواځې منصوبې نه جوړوي بلكه د امكانات، روزګار او سوكالۍ بنياد ايږدي۔ده هيله څركنده كړه چې آئي بي آئي به د پاكستان ډيجيټل اكانومي تجارت، سرمايه كاري او ډيجيټل بدلون لپاره قوي پليټ فارم ثابت شي۔










