اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د چيلنج فېشن اعليٰ پائې پلاوي سره مهم ملاقات كړے چې پكښې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ، صنعتي مرستي او د چيلنج اسپيشل اكنامك زون (SEZ) د پيشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د بورډ آف انويسټمنټ سيكرټري جميل قريشي، ډائرېكټر جنرل محمود طفيل او نور اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔ ملاقات په …
وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د چيلنج فېشن اعليٰ پائي پلاوي وليدل، سرمايه كارۍ، صنعتي مرستي او د اسپيشل اكنامك زون د پيشرفت جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د چيلنج فېشن اعليٰ پائې پلاوي سره مهم ملاقات كړے چې پكښې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ، صنعتي مرستي او د چيلنج اسپيشل اكنامك زون (SEZ) د پيشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د بورډ آف انويسټمنټ سيكرټري جميل قريشي، ډائرېكټر جنرل محمود طفيل او نور اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔ ملاقات په مهال د سرمايه كارۍ په ودې، صنعتي څانګه كښې مرستي زياتولو او كاروباري ماحول ښه كولو ته اتفاق راغلو ۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د چيلنج ګروپ پاكستان كښې په سرمايه كارۍ د اطمينان څركندوني سره ووئيل د 150 مليونه ډالره سرمايه كارۍ سره به صنعتي پرمختګ ته وده ترلاسه شي دغسې د روزګار نوي موقعې به هم راپيدا شي۔










