اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) قابض طالبان رجيم كښې په افغانستان غربت او لوږې سنګين صورتحال اختيار كړے دے٬ د حكومت كنګل شوې نظام او د معيشت تباهۍ سره افغانستان د يو ناكامه رياست عكس وړاندې كوي۔ تفصيلات له مخې د افغان خبر رسنې ادارې آريانا نيوز او طلوع نيوز له مخئ ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې په طالبان رجيم كښې په افغانستان كښې لوږه او …
د طالبان رجيم ناقصه اقتصادي پاليسو په سبب افغانستان په معاشي توګه تباهۍ ته ورسېدو

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) قابض طالبان رجيم كښې په افغانستان غربت او لوږې سنګين صورتحال اختيار كړے دے٬ د حكومت كنګل شوې نظام او د معيشت تباهۍ سره افغانستان د يو ناكامه رياست عكس وړاندې كوي۔ تفصيلات له مخې د افغان خبر رسنې ادارې آريانا نيوز او طلوع نيوز له مخئ ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې په طالبان رجيم كښې په افغانستان كښې لوږه او د غذائي تحفظ د نشتوالي صورتحال لا په خرابېدو دے، په افغانستان كښې يو كروړ 30 لكه نه زيات كسان د غذائي تحفظ نشتوالي سره مخ دي چې پكښې مېرمنې او ماشومان زيات ځپلې كېږي، د طالبان رجيم د نااهلۍ له امله افغانستان دا مهال معاشي تباهي او په لويه كچه د بې روزګارۍ په څېر يو شمېر بحرانونو سره مخ دے٬ د ملګرو ملتونو ورلډ فوډ پروګرام خبردارے وركړے چې افغانستان كښې غذائي قلت سره مخ مېرمنې او د ماشومانو درملنې لپاره ضروري خاص خوراك هم سخت متاثره دے، د پوهانو له مخئ طالبان رجيم د هېواد وسائل د اولس خوشحالۍ په ځاے د ترهګرو ملاتړ لپاره وقف كړي دي او د دې زيان افغان اولس زغمي۔










