اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب د شورو په ورځ د پاكستان په دوره راغلي د نړيوال مالياتي فنډ (آئي ايم ايف) مشن سره ملاقات وكړو۔د خزاني وزارت له مخې د پلاوي مشري د مشن چيف ايواپيټرووا كوله۔ ملاقات كښې د پاكستان د كلي معيشت په مجموعي صورتحال، د راروان وفاقي بجټ په چمتوالي نيولو او د معاشي استحكام قوي كولو او …
د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب د آئي اېم ايف مشن سره ملاقات، د كلي معيشت په مجموعي صورتحال،راوران وفاقي بجټ او د اصلاحات په ايجنډا د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب د شورو په ورځ د پاكستان په دوره راغلي د نړيوال مالياتي فنډ (آئي ايم ايف) مشن سره ملاقات وكړو۔د خزاني وزارت له مخې د پلاوي مشري د مشن چيف ايواپيټرووا كوله۔ ملاقات كښې د پاكستان د كلي معيشت په مجموعي صورتحال، د راروان وفاقي بجټ په چمتوالي نيولو او د معاشي استحكام قوي كولو او تل پاتي اقتصادي پرمختګ ته ودي وركولو لپاره د حكومت په روانو اصلاحاتو ايجنډا د خيالاتو څركندونه وشوه۔د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد،د خزاني سيكرټري امداد الله بوسال، د ايف بي آر چئيرمين راشد محمود لنګړيال او نور اعليٰ چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔دا خبره دې ياده وي چې پاكستان او آئي ايم ايف ترمينځه د پراختييا فنډ سهولت پروګرام او په ريزيلئينس اينډ سسټين ايبلټي فيسلټي پروګرام عمل درآمد روان دے۔










