اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پشكال موسم لپاره د وړاندې نه چمتو والي نيولو او د پیشګي اطلاعات نظام لا فعاله كولو سره د خطر سره مخ سيمو كښې د مانيټرنګ باوري كولو امر كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د موسمياتي بدلون وفاقي وزیرِ …
د پشكال موسم لپاره د وړاندې نه چمتو والے نيولو او د پیشګي اطلاعات نظام لا فعاله كولو سره دې د خطر سره مخ سيمو كښې مانيټرنګ باوري كړے شي ۔ وزیراعظم شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پشكال موسم لپاره د وړاندې نه چمتو والي نيولو او د پیشګي اطلاعات نظام لا فعاله كولو سره د خطر سره مخ سيمو كښې د مانيټرنګ باوري كولو امر كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د موسمياتي بدلون وفاقي وزیرِ ډاکټر مصدق مسعود ملك ملاقات وكړو ۔ د ملاقات په مهال هغه وزیراعظم ته سږ كال د پشكال موسم لپاره په چمتو والي نيولو بريفنګ وركړو٬ وزیراعظم په غرئيزو سيمو كښې د ګلاف او فلش پلډز د پیشګي اطلاعات نظام په تنصیب د پیشرفت او د دغې د كاركردګۍ نه هم خبر كړے شو۔ په دې مهال وزیراعظم امر وكړو چې د پشكال موسم لپاره د وړاندې نه چمتو والے اونيسئ او د پیشګي اطلاعات نظام لا فعاله كولو سره د خطر سره مخ سيمو كښې مانيټرنګ باوري كړئ










