اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د آذربائيجان صدر الهام علييوف د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پيش رفت د اطمينان څرګندوني سره تجارت و سرمايه کارۍ ، توان او اولسي رابطو پشمول د شريكي خوښي په څانګو كښې مرستي ته د ودي وركولو لپاره د شريك عزم پخلے وكړو۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان صدر الهام علييوف سره ټيلي فوني تماس،د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پيش رفت د اطمينان څركندونه،د شريكي خوښي په څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو له د شريك عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د آذربائيجان صدر الهام علييوف د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پيش رفت د اطمينان څرګندوني سره تجارت و سرمايه کارۍ ، توان او اولسي رابطو پشمول د شريكي خوښي په څانګو كښې مرستي ته د ودي وركولو لپاره د شريك عزم پخلے وكړو۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان صدر الهام علييوف سره ټيلي فوني تماس نيولې۔دواړو لارښودو په ښه چاپيرچل كښې او په خيرسګالۍ اډانه خبري اتري وكړي په دې مهال دوي د شريكو مباركو پيغامونو تبادله وكړه او د پاکستان او آذربائيجان ترمينځه د ورورولۍ قوي اړيكو او د ملګرتيا د عزم پخلے ئې وكړو۔ وزيراعظم راروانه اوونۍ كښې په باکو كښې كيدونكي ورلډ اربن فورم کاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د آذربائيجان په مشرۍ كښې به دا فورم نړيوال شهري پرمختګ ايجنډا مخ په وړاندې بوتللو لپاره يو موثره او مهم پليټ فارم ثابت شي۔ وزيراعظم د ضروري سرکاري مصروفيات له امله په ذاتي توګه په فورم كښې د ګډون كولو څخه معذرت وكړو دغسې ده ووئيل د پاکستان اعلیٰ پلاوې به په دې فورم كښې ګډون كوي۔دواړو لارښودو د دوه اړڅيزه اړيكو په مثبت پيش رفت د اطمينان څركندونه وكړه او تجارت و سرمايه کارۍ، توان او اولسي رابطو پشمول د شريكي خوښي په څانګو كښې د مرستي لا زياتولو د عزم پخلے ئې وكړو۔دوي د سيمي په صورتحال او په خاص توګه مينځني ختيز كښې روان د امن هڅو او شريكي خوښي په چارو هم د خيالاتو څركندونه وكړه۔صدر علييوف د ايران او امريکې ترمينځه د جنګ بندۍ لپاره د پاکستان کاميابه سفارتي هلي ځلي وتائيلي۔ده ووئيل دا د پاکستان او په قيادت د نړيوالي ورورولۍ د باور ښكاره څركندونه ده۔دواړه لارښژد نزدې رابطے برقرار ساتلو سره سلا شول او سږ كال آخر كښې د بالمشافه ملاقات اميد څركندونه ئې وكړه۔ وزيراعظم صدر علييوف له د پاکستان سرکاري دورې كولو بلني پخلے هم وكړو۔










