اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې او پرله هڅو په نتيجه كښې د پاكستان زرعي څانګي يوه تاريخي كاميابي ترلاسه كولو سره په باضابطه توګه د انټرنيشنل اوليو كونسل (آئي او سي) بشپړه ركنيت ترلاسه كړې كوم چې د زيتون د تيل او ټيبل زيتون څانګي د نړۍ تر ټولو لوئ بين الحكومتي تنظيم …
د وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې پاكستان د آئي او سي تاريخي ركنيت ترلاسه كړو، پاكستان د انټرنېشنل اوليو كونسل په بشپړه غړے جوړ شو

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې او پرله هڅو په نتيجه كښې د پاكستان زرعي څانګي يوه تاريخي كاميابي ترلاسه كولو سره په باضابطه توګه د انټرنيشنل اوليو كونسل (آئي او سي) بشپړه ركنيت ترلاسه كړې كوم چې د زيتون د تيل او ټيبل زيتون څانګي د نړۍ تر ټولو لوئ بين الحكومتي تنظيم دے۔د زيتون تيل او ټيبل زيتون په اړه د 2015ء نړيوالي معاهدے په الحاق دستاويز د سپين ميډرډ ښار كښې د آئي او سي هيډكوارټر كښې د پاكستان سفير ډاكټر ظهور احمد د آئي او سي ايګزيكټو ډائريكټر جائم ليلو په موجودګۍ كښې لاس ليك كړو۔لاس ليك شوې دستاويز به اوس د ملګرو ملتونو ټريټي سيكشن كښې جمع كولې شي دې نه پس به د الحاق باضابطه عمل بشپر شي۔هيله ده چې پاكستان به په جون 2026ء كښې كيدونكي آئي او سي كونسل آف ممبرز 123مه غونډه كښې د بشپړه غړي په حيثيت سره ګډون وكړي۔دا تاريخي كاميابي د وفاقي وزير رانا تنوير حسين پرله پسې هڅو ٬ سټريټيجكي وژن او بشپړه قيادت نتيجه ده چا چې تير كال قرطبه كښې د آئي او سي كونسل آف ممبرز 122مه غونډه كښې په ذاتي توګه د پاكستان اميدواري وړاندې كړي وه چرته چې پاكستان د مبصر رياست په حيث ګډون كړې ؤ۔ آئي او سي كښې د پاكستان شموليت د هېواد د زيتون صنعت لپاره يو انقلابي كاميابي ګرځولې كيږي۔ د نړۍ تقريباً 98 فيصده زيتون تيل پيداوار نمائندګي كونكې دې تنظيم بشپړه مكمل ركنيت ترلاسه كيدو سره به پاكستان ته نړيوال معيار ، سرټيفكيشن نظام، جديد تحقيق، تكنيكي مرستي،نړيوالي تربيتي موقعو او اعليٰ برآمدي منډو تر رسنه ترلاسه شي۔










