د بلوچستان پرمختګ او سوكالي او د صوبې د اولس خېرښګړه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان سينئر سياست مدارو پلاوي سره خبرې

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د بلوچستان پرمختګ او سوكالي او د صوبې د اولس خېرښګړه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه بلوچستان سره تعلق لرونكو سينئر سياست مدارو پلاوي سره وكړه چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره په ملاقات كوونكي پلاوي كښې …

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د بلوچستان پرمختګ او سوكالي او د صوبې د اولس خېرښګړه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه بلوچستان سره تعلق لرونكو سينئر سياست مدارو پلاوي سره وكړه چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره په ملاقات كوونكي پلاوي كښې سينيټر مير دوستين خان ډومکي، صوبائي وزير سردار عبد الرحمان کھيتران، د صوبائي اسمبلۍ غړي نواب جنګيز مري او مير خدا بخش مري شامل وو۔ وزيراعظم ووئيل چې بلوچستان د قدرتي وسائلو نه ډكه صوبه ده٬ زمونږ بشپړه هڅه ده چې دې وسائلو څخه د صوبې اولس بشپړه ګټه پورته كړې شي۔ ده ووئيل وفاقي حکومت صوبائي حکومت سره په ګډه د بلوچستان پرمختګ لپاره كار كوي۔(اے پي پي ګ ل وا 2017

مزید خبریں