اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں د نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ، ځوانانو لپاره روزګار، د هنرمندۍ او کاروباري موقعو ته ودې وركولو لپاره د حكومتي عزم پخلې وكړو۔ د نهې په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين-پاکستان ټيکنيکل کوآپريشن ورکشاپس او ورلډ سکلز پاکستان نيشنل سکلز کمپيټيشن 2026 پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د …
رانا مشهود احمد خاں نيشنل يوتھ اېمپلائمنټ پاليسۍ، ځوانانو لپاره روزګار، د هنرمندۍ او کاروباري موقعو ته وده وركولو لپاره د حكومتي عزم پخلې وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں د نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ، ځوانانو لپاره روزګار، د هنرمندۍ او کاروباري موقعو ته ودې وركولو لپاره د حكومتي عزم پخلې وكړو۔ د نهې په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين-پاکستان ټيکنيکل کوآپريشن ورکشاپس او ورلډ سکلز پاکستان نيشنل سکلز کمپيټيشن 2026 پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون په مهال وكړه۔ د دستورې په پېل كښې ده په پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ، نيشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کميشن (نيوټيک) ايګزيکټو ډائريکټر عامر جان، د چين د شراکت دارو ادارو د نمائندګانو، صنعتي څانګې سره د تعلق لرونكو شخصياتو، پرمختيائي شراکت دارو د ځوانانو هركلے وكړو۔ ده دا دستوره د پاکستان او چين ترمېنځه د فني تعليم او هنر مندۍ په څانګه كښې د مضبوطې دوستۍ او زياتېدونكې مرستې يو اهم مثال وګرځولو۔ ده د نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ، ځوانانو لپاره روزګار، د هنرمندۍ او کاروباري موقعو ته ودې وركولو لپاره د حكومتي عزم پخلې هم وكړو۔










