د وفاقي وزير قېصر احمد شېخ په مشرۍ كښې د رېګولېټري اصلاحات کابېنه کمېټۍ 7مه غونډه ، په اصلاحات د عملدرآمد پيشرفت جاج واخستې شو

  اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د بورډ آف انوېسټمنټ وفاقي وزير قېصر احمد شيخ په مشرۍ كښې د رېګولېټري اصلاحات کابينه کمېټۍ 7مه غونډه وشوه چې پكښې پاکستان كښې کاروبار كښې د آسانېو ودي لپاره په رېګولېټري اصلاحات د عملدرآمد پيشرفت جاج واخستې شو۔په غونډه كښې د اړوندو وزارتونو او محکمو سينئر افسرانو ګډون وكړو چې پكښې ايډيشنل سيکرټري بورډ آف انويسټمنټ ذوالفقار علي او د بورډ …

 

اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د بورډ آف انوېسټمنټ وفاقي وزير قېصر احمد شيخ په مشرۍ كښې د رېګولېټري اصلاحات کابينه کمېټۍ 7مه غونډه وشوه چې پكښې پاکستان كښې کاروبار كښې د آسانېو ودي لپاره په رېګولېټري اصلاحات د عملدرآمد پيشرفت جاج واخستې شو۔په غونډه كښې د اړوندو وزارتونو او محکمو سينئر افسرانو ګډون وكړو چې پكښې ايډيشنل سيکرټري بورډ آف انويسټمنټ ذوالفقار علي او د بورډ آف انوېسټمنټ نور اعليٰ چارواكي شامل وو۔د غونډي بنيادي ايجنډا په اصلاحات د عملدرآمد موجوده صورتحال جاج اخستل وو او داسې څانګي په ګوته كول وو كومو ته چې په سمدستي توګه پام لرني ته اړتيا ده۔ کمېټي خبر كړې شوه چې تر اوسه په مجموعي توګه 410 اصلاحات منظور كړې شوي چې پكښې په زياتو عملدرآمد شوې دے، 264 اصلاحات په سم پلو روان دي دغسې 67 اصلاحات د سستۍ ښكار ګرځولو سره د هغې تفصيلي جاج اخستې شوے۔د غونډي په پېل په ځيني پخواني متنازعه پريكړو هم غور وشو او د هغې د موجوده صورتحال جاج واخستلې شو۔په دې موقع ووئيل شول چې مجموعي پيشرفت د ډاډ وړ دے دغسې په ځيني اصلاحات په وخت عملدرآمد له پام لرني ته اړتيا ده۔په دې مهال په مهمو اصلاحاتي څانګو غور وشو چې پكښې رېګولېټري ساده کاري، ډيجيټائزيشن، او غير ضروري طريقه کار ختمول شامل دي

مزید خبریں