اسلام آباد۔12مئی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د وزيراعظم سلاكار رانا ثناء ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شي بيان له مخې دواړو لارښودو په خېبر پښتونخوا كښی د امن په ناوړه شوي صورتحال او په دې كښې د صوبائي حكومت په خوښي نه لرلو د اندېښنې څرګندونه وكړه۔ …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د وزيراعظم د سلاكار رانا ثناﺀ ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔12مئی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د وزيراعظم سلاكار رانا ثناء ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شي بيان له مخې دواړو لارښودو په خېبر پښتونخوا كښی د امن په ناوړه شوي صورتحال او په دې كښې د صوبائي حكومت په خوښي نه لرلو د اندېښنې څرګندونه وكړه۔ ګورنر هغه صوبه كښې د ګډ ګورننس نشتوالي ٬ ناامنۍ او د ضم شوو ضلعو اولس ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ ګورنر په صوبه كښې د سي اېن جي سټېشنز په بندش اندېښنه څرګنده كړه۔ ده ووئيل دا يوه نامناسبه پرېكړه ده او د وفاق لخوا ددې فوري ازاله ضروري ده۔ رانا ثنا ګورنر ته باور وركړو چې د هغه اندېښنې به وزيراعظم ته ورسولې شي۔ ګورنر ووئيل د خېبر پښتونخوا او په خاص توګه د ضم شوو ضلعو اوسېدونكو د محرومۍ احساس لرې كولو له به حكومت له عملي ګامونه پورته كول وي










