اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی کمال ووئيل چې فارماسيوټيکل، ويکسين سازي او په نورو طبي څانګو كښې د پرمختګ پراخه ګنجائش موجود دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان كښې د ايران سفير ډاکټر رضا اميري مقدم سره په ملاقات كښې وكړه۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د صحت څانګې پشمول د دوه اړخيزه …
وفاقي وزير سيد مصطفی کمال سره د ايران سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی کمال ووئيل چې فارماسيوټيکل، ويکسين سازي او په نورو طبي څانګو كښې د پرمختګ پراخه ګنجائش موجود دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان كښې د ايران سفير ډاکټر رضا اميري مقدم سره په ملاقات كښې وكړه۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د صحت څانګې پشمول د دوه اړخيزه مرستې په وده تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو مشرانو د پاكستان او ايران ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير سيد مصطفی کمال ووئيل چې د سپريم ليډر آيت اے سيد علي خامنه اي او د نورو شهيدانو او بې ګناه ماشومانو په شهادت غمژن يو٬ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاكستان اولس د ايران اولس سره ولاړ دے۔ سفير ډاکټر رضا اميري مقدم په اوسنۍ شخړه كښې د پاكستان د ملاتړ ستائنه كولو سره د ايران او امريکې ترمېنځه د ثالثۍ په هلو ځلو كښې د پاكستان د مثبت كردار ستائنه وكړه۔










