د سېنېټ چيئرمېن  د لكي مروت په چاؤدنه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

  اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د لكي مروت په سرائے نورنګ سيمه كښې په جي ټي روډ ريلوے پھاټك سره نزدې چنګچي اډه كښې د شوي چاؤدني غندنه كولو سره په دې كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ده د چاؤدني په نتيجه كښې د دوه ټريفك پوليس اهلكارو پشمول د نورو كسانو په شهادت د غم …

 

اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د لكي مروت په سرائے نورنګ سيمه كښې په جي ټي روډ ريلوے پھاټك سره نزدې چنګچي اډه كښې د شوي چاؤدني غندنه كولو سره په دې كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ده د چاؤدني په نتيجه كښې د دوه ټريفك پوليس اهلكارو پشمول د نورو كسانو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د بے ګناه وګړو په نښه كونكي عناصر د انسانيت دښمنان دي او دا ډول بزدلانه اقدامات د قام حوصلې نه شي كمزوري كولې۔د سېنېټ چيئرمېن ژوبل كسانو له په سمدستي توګه د غوره طبي آسانيو وركولو سپارښتني سره د هغوي زر روغتيا له دعا وكړه۔ده ووئيل ټول قوم په دې سخت وخت كښې ځپليو كورنيو سره ولاړ دے۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني شهيدانو له د لوړو درجو، غمجنو كورنيو له د زغم او ژوبل كسانو له د زر روغتيا دعا اوكړه۔