د كورنيو چارو وفاقي وزير د ايليټ پوليس ټرېننګ سكول  منصوبه تر 31 مئي بشپړولو،نېشنل پوليس اكيډمي كښې د سولر سسټم لګولو، د اكېډمۍ د ودانۍ رنګ روغن هدايت

  اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وفاقي پايه تخت كښې د ايليټ پوليس ټرېننګ سكول منصوبه تر 31 مئي بشپړولو، نېشنل پوليس اكيډمي كښې د سولر سسټم لګولو، د اكېډمۍ موجوده ودانۍ رنګ روغن او آئي ټي سهوليات لرونكي عصري ټرېننګ لپاره د درې نوي كلاس رومز جوړولو سپارښتنه وكړه۔ د نهي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري …

 

اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وفاقي پايه تخت كښې د ايليټ پوليس ټرېننګ سكول منصوبه تر 31 مئي بشپړولو، نېشنل پوليس اكيډمي كښې د سولر سسټم لګولو، د اكېډمۍ موجوده ودانۍ رنګ روغن او آئي ټي سهوليات لرونكي عصري ټرېننګ لپاره د درې نوي كلاس رومز جوړولو سپارښتنه وكړه۔ د نهي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نېشنل پوليس اكېډمۍ دوره وكړه او دغلته يۍ د غونډې مشري وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير نېشنل پوليس اكېډمۍ كښې د جوړېدونكي شمېر منزله هاسټل تعميراتي چارو جاج واخست۔ده هاسټل كښې د جوړ شوي ماډل روم هم څارنه وكړه او د ماډل روم ښه كولو سپارښتنه ئې وكړه۔ ده د ايليټ پوليس ټرېننګ سكول منصوبه تر 31 مئي د بشپړولو ټاسك وركړو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل سږ كال دې د افسرانو ايليټ ټرېننګ انتظام د صوبو په ځائې اېن پي اے كښې وكړې شي۔ده ووئيل اكېډمۍ كښې سولر سسټم لګولو او د اكېډمۍ موجوده ودانۍ رنګ روغن دے باوري كړې شي۔ په غونډه كښې آئي ټي سهوليات لرونكي عصري ټرېننګ لپاره د درې نوي كلاس رومز جوړولو پرېكړه وشوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د ډرون، نائټ ويژن او عصري وسلي د لارې د تربيې وركولو سپارښتنه وكړه۔ ده ووئيل پروموشنل كورسز په جديد ډول روانولو او سروس ډليوري ته دې پام لرنه وكړې شي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي اين پي اے كښې د ډرائېونګ سكول جوړولو سپارښتنه وكړه۔ د كورنيو چارو وزيراكيډمۍ كښې د پېډل ټېنس كورټس جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔د كورنيو چارو وزير د سپورټس كمپلېكس، جم او سوئمنګ پول هم څارنه وكړه۔ كمانډنټ نېشنل پوليس اكيډمي سعد اختر بھروانه د كورنيو چارو وفاقي وزير له په منصوبو د پيشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ډي جي اېف آئي اے ډاكټر عثمان انور، آئي جي اسلام آباد پوليس علي ناصر رضوي او نور اعلي افسران هم په موقع موجود ؤ۔

مزید خبریں