اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د لكي مروت په سرائے نورنګ باراز كښې د چاؤدنې پېښې غندنه كولو سره ددې په نتيجه كښې د ټريفك دوه اهلكارو پشمول په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د نهي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي ووئيل د شهيدانو كورنيو په غم …
د كورنيو چارو وفاقي وزير په لكي مروت كښې د چاؤدنې پېښه وغندله – د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه
اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د لكي مروت په سرائے نورنګ باراز كښې د چاؤدنې پېښې غندنه كولو سره ددې په نتيجه كښې د ټريفك دوه اهلكارو پشمول په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د نهي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي ووئيل د شهيدانو كورنيو په غم كښې شريك يو۔د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو لپاره قوم يو موټې دے۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ټولو طبقو قربانۍ وركړي۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا وكړه۔










