اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی)پاکستان په نور خان هوائي ډګر د ایراني الوتکې د شتون په اړه د سي بي اېس نیوز راپور ګمراه کونکي او حساس ګرځولو سره مسترد كړے دے۔ د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نهې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کښې وویل چې دا ډول اټکلي بیانونه سیمه ایز ثبات او سولې لپاره روانو هڅو ته زيان رسوي۔ وياند ووئيل له اوربند وروسته او …
په نور خان ایئربیس د ايراني الوتكې شتون په اړه د سي بي اېس نيوز رپورټ بې لارې كوونكې دې: د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی)پاکستان په نور خان هوائي ډګر د ایراني الوتکې د شتون په اړه د سي بي اېس نیوز راپور ګمراه کونکي او حساس ګرځولو سره مسترد كړے دے۔ د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نهې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کښې وویل چې دا ډول اټکلي بیانونه سیمه ایز ثبات او سولې لپاره روانو هڅو ته زيان رسوي۔ وياند ووئيل له اوربند وروسته او په اسلام آباد کښې د خبرو اترو د لومړي پړاو په مهال ایران او امريكا څخه يو شمېر الوتکې پاکستان ته راورسېدې دغسې چې د خبرو اترو عمل سره د تړون لرونكې عملې ، د امنیتي ډلو او اداري کارمندانو نقل وحركت آسان كړے شي۔ هغه وویل چې ځینې الوتکې او مرستندویه پرسونل په پاكستان كښې په موقتي ډول له مصروفيت وروسته د دورو په تمه پاتې شول۔ د بيان له مخې هر څو كه باضابطه مذاكرات لا پېل شوې نه دي بياهم د اعلی كچې سفارتي تبادلې روانې دي۔ وياند په خپل بيان كښې زياته كړه چې په دې تناظر كښې د ايراني خارجه وزير د اسلام آباد دورې ته د موجوده لاجسټك او انتظامي انتظاماتو د لارې سهولت وركړے شو ، دا مهال په پاكستان كښې ولاړه ايراني الوتكه د جنګ بندۍ مودې په مهال رارسېدلې وه او ددې كوم ههم پوځي بېړني صورتحال يا د تحفظ انتظاماتو سره هېڅ تعلق نشته۔ ده ووئيل پورته ذكر شوې ادعاګانې حقيقت څخه بېخي لرې دي۔ ده ووئيل پاكستان د مذاكراتو او تاؤ تريخوالي كښې د كمي په ملاتړ كښې پرله پسې د بې پرې ٬ تعميري او ذمه وار سهولت كار په توګه كار كړے دے۔ وياند ووئيل پاكستان خبرو اترو ته د ودې وركولو ، د تاؤ تريخوالي كمول او سيمه ايز او نړيوال امن ٬ استحكام او سلامتيا مخ په وړاندې بوتللو له د ټولو مخلصانه هڅو د ملاتړ عزم لري۔










