اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زر داري د جنډ او خوشحال ګړھ پل كوهاټ ته نزدې د ترهګرۍ هڅې د شنډولو په مهال د خپل ژوند قرباني کوونکي زړور وګړي لیاقت ته درناوی وړاندې کړو۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې د شهید لیاقت په څیر زړور وګړي د ترهګرۍ خلاف …
د صدر مملكت د ترهګرۍ هڅې شنډولو په مهال د خپل ژوند قرباني کوونکي زړور وګړي لیاقت ته درناوی
اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زر داري د جنډ او خوشحال ګړھ پل كوهاټ ته نزدې د ترهګرۍ هڅې د شنډولو په مهال د خپل ژوند قرباني کوونکي زړور وګړي لیاقت ته درناوی وړاندې کړو۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې د شهید لیاقت په څیر زړور وګړي د ترهګرۍ خلاف د ملي استقامت، وطنپالنې او ډله ییز شعور یو روښانه مثال دي۔ هغه وویل چې ټول ملت د ترهګرۍ د لعنت له منځه وړلو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو او قانون نافذ کونکو ادارو سره يو برابر ولاړ دي۔ هغه وویل چې د بهرنۍ لاسوهنې له امله د ترهګرۍ خلاف جنګ به روان ساتلے شي۔ صدر مملكت په ځانګړي ډول د پنجاب ګورنر سردار سلیم حېدر خان او د کورنیو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ته لارښوونه وکړه چې هغوي د شهید لیاقت کورنۍ ته د ملت لخوا د بشپړ بشپړ یووالي پیغام ورسوي۔










