د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د نوې وفاقي او صوبائي پوهنتونونو جوړولو او يونېورسټي چارټرز سره د اړوندو مسوده قوانينو جاج اغستو غونډه

  اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د نوې وفاقي او صوبائي پوهنتونونو جوړولو او يونېورسټي چارټرز سره د اړوندو مسوده قوانينو جاج اغستو حوالې سره د يوې غونډې مشري وكړه۔ د ګل په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان كښې ووئيلې شو چې د پوهنتونونو جوړولو له په كال 2002ء كښې وضع كړې شوې معيار اوس زوړ شوے دے او اوس موجوده تعليمي …

 

اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د نوې وفاقي او صوبائي پوهنتونونو جوړولو او يونېورسټي چارټرز سره د اړوندو مسوده قوانينو جاج اغستو حوالې سره د يوې غونډې مشري وكړه۔ د ګل په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان كښې ووئيلې شو چې د پوهنتونونو جوړولو له په كال 2002ء كښې وضع كړې شوې معيار اوس زوړ شوے دے او اوس موجوده تعليمي ٬ تحقيقي او د ماركيټ ضرورت سره هم آهنګ پاتے شوے نه دے۔ نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې نظام په عصري بنيادونو اودرول ضروري دي۔ پرېكړه وشوه چې اېچ ای سی به تر یکم جون 2026ء د پوهنتونونو د جوړولو معيار او ټولو ځڼدولې شوو چارو ته بيا كتنه  كوي۔ په غونډه كښې د پوهنتونونو په كاركردګۍ ٬ بېلو څانګو ٬ نړيوالو درجه بندو او په نړيواله كچه طلب لرونكو مضمونونو ته په ترجيح وركولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د لوړو زده كړو څانګې له به د روزګار موقعې ٬ جدت او تحقيقي اثراتو حوالې سره مضبوطې نتيجې رامخې ته كول وي دغسې چې فراغت ترلاسه كوونكو زده كوونكو ته په ملكي او نړيواله كچه غوره موقعې ترلاسه شي۔ په غونډه كښې د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزير رانا ثناء ، د وزیراعظم  خاص مرستيال طارق باجوہ، د تعليم سېکریټری ، د اېچ اي سي مشرتابه ، رېکټر نسټ او د نورو اړوندو وزارتونو چارواكو ګډون وكړو