اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف په برآمدات اډانه صنعت د هېواد د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو لپاره ضروري ګرځولو سره د كوچنۍ و منځنۍ درجې كاروبار او صنعتونو ته د حكومتي آسانيو وركولو له د تګلارې وضعه كولو امر كړے دے۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د هېواد برآمدات زياتولو لپاره د تګلارې جاج اغستو غونډه وشوه چې …
د وزیراعظم د كوچنۍ و منځنۍ درجې كاروبار او صنعتونو ته حكومتي آسانۍ وركولو له د د تګلارې وضعه كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف په برآمدات اډانه صنعت د هېواد د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو لپاره ضروري ګرځولو سره د كوچنۍ و منځنۍ درجې كاروبار او صنعتونو ته د حكومتي آسانيو وركولو له د تګلارې وضعه كولو امر كړے دے۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د هېواد برآمدات زياتولو لپاره د تګلارې جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې نائب وزیراعظم و خارجه وزیر اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، جام کمال خان، رانا تنویر حسېن، مصدق ملك، اورنګزیب، شزا فاطمه، وزیر مملکت بلال اظهر کیاني، د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر او اړوند سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم غونډې ته خپله وېنا كښې امر وكړو چې داسې نوې كاروبارنو او صنعتونو ته وده وركولو لپاره لائحه دې مرتب كړې شي كوم چې د هېواد برامداتو كښې د اضافې سبب جوړشي۔ ده په برآمداتو اډانه صنعت د هېواد د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو لپاره ضروري ګرځولو سره ووئيل چې حكومت خپل پام په برامداتو كښې اضافې او صنعتونو ته سهولتونه وركولو پلو ګرځولے دے۔ ده امر وكړو چې داسې كوچني او د مېنځنۍ درجې كاروبار او صنعتونه كوم چې د برامداتو اضافې حوالې سره اهم دي ته دې حكومتي سهولتونه رسولو لپاره لائحه عمل تېار كړې شي۔ وزیراعظم برآمد كوٶنكو ته ټيكس ريفنډ په وخت د ادا كولو امر وكړو۔ په پالیسی مسوده غونډه كښې بحث هم وشو او ګډون كوٶنكو خپلې خپلې رائې او تجويزونه وړاندې كړل۔











