حكومت د صنعتي پرمختګ ٬په برآمدات اډانه مېنوفېكچرنګ او وېلیو اېډیشن ته د ودې وركولو عزم لري: وفاقي وزير جام كمال خان

  اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي حكومت د صنعتي پرمختګ ٬په برآمدات اډانه مېنوفېكچرنګ او وېلیو اېډیشن ته د ودې وركولو عزم لري ٬ پالیسی سازی به د صنعتي څانګې عملي ضرورتونو او زمكيزو حقائقو سره سمولې شي۔ ده دا خبره د نېشنل سټیل کمپلېکس لمېټډ پلاوي سره د ملاقات په مهال خپل خبرو كښې وكړه۔ پلاوي وفاقي وزير په خام مال، …

 

اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي حكومت د صنعتي پرمختګ ٬په برآمدات اډانه مېنوفېكچرنګ او وېلیو اېډیشن ته د ودې وركولو عزم لري ٬ پالیسی سازی به د صنعتي څانګې عملي ضرورتونو او زمكيزو حقائقو سره سمولې شي۔ ده دا خبره د نېشنل سټیل کمپلېکس لمېټډ پلاوي سره د ملاقات په مهال خپل خبرو كښې وكړه۔ پلاوي وفاقي وزير په خام مال، انټرمېډېټ مصنوعات او د اېکسپورټ پروسېسنګ زونز (ای پی زېډز) په جوړېدونكو مصنوعات د نافذ ډیوټي اسټرکچر  اړوندو تحفظاتو څخه خبر كړو۔ پلاوي ووئيل موجودہ نظام په صنعتي مصنوعات د دوه چنده ټېكس مترادف دے چې ورسره د صنعتونو پېداواري لګښت زياتېږي۔ پلاوي وفاقي وزير د اوږدې مودې صنعتي منصوبو ته پېښو مسئلو څخه هم خبر كړو۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت به د صنعتي څانګې مسئلې حل كولو له ټولو اړوندو ډلو سره مشاورت روان ساتي دغسې چې د عمل وړ او سپیځلې تګلاره وضعه كړې شي۔