سپېځلې او پياوړې مالياتي حكمراني معاشي ثبات لپاره ضروري ده: نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار

اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي سپېځلې او پياوړې مالياتي حكمراني معاشي ثبات لپاره ضروري ده ، ستراتيجيكي اصلاحات ، سيمه ايز تړون ، مالیاتی نظم و ضبط او ادارہ جاتی پياوړتيا پاكستان د يو مضبوط او تلپاتي معيشت په توګه مخ په وړاندې بيايي۔ د دې خيالاتو څرګندونه نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په لاهور كښې ساؤتھ اېشېن فېډرېشن …

اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي سپېځلې او پياوړې مالياتي حكمراني معاشي ثبات لپاره ضروري ده ، ستراتيجيكي اصلاحات ، سيمه ايز تړون ، مالیاتی نظم و ضبط او ادارہ جاتی پياوړتيا پاكستان د يو مضبوط او تلپاتي معيشت په توګه مخ په وړاندې بيايي۔ د دې خيالاتو څرګندونه نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په لاهور كښې ساؤتھ اېشېن فېډرېشن آف اکاؤنټنټس كنفرنس ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په خپل خطاب كښې ده په دې خبره زور راوړو چې شفافیت، جوابدهی او پياوړې مالیاتی حکمرانی تلپاتي اقتصادي پرمختګ ، د سرمايه كارو باور او معاشي استحكام لپاره ضروري ده۔ د خارجه دفتر لخوا د خپور شوي بيان له مخې اسحاق ډار د اکاؤنټنګ په څانګه د ډیجیټل ټېکنالوجیز انقلابی اثرات په ډاګه كولو سره خپل ځان د نړيوالو رجحاناتو له مخې كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل ستراتيجيكي اصلاحات ، سيمه ايز تړون ، مالیاتی نظم و ضبط او ادارہ جاتی پياوړتيا پاكستان د يو مضبوط او تلپاتي معيشت په توګه مخ په وړاندې بيايي۔ ده زياته كړه چې د ساؤتھ اېشین فېډرېشن آف اکاؤنټنټس پلېټ فارم به سيمه ايزې همكارۍ ، ځوانان اختيارمند جوړولو ٬ د پاكستاني حكومت اصلاحات سره تړون ، جوابدهۍ، تلپاتې پرمختګ او ګډې سوكالۍ ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔