اسلام آباد۔8مئی (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د موسمياتي بدلونونو د لاسه د رامخې ته شوو آفتونو ٬ وبائي رنځونو او د صحت عامه بېړنې حالاتو په څېر بدلېدونكو چېلنجونو تر مخه د حکومتی ادارو، د بشري خواخوږۍ تنظيمونو او د ځائي وروروليو ترمينځه د همكارۍ پياوړې كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د پياوړې او تلپاتې روغتيا نظام تشكيلولو له خواخوږۍ ٬ رضاكاره جذبې …
د پياوړې او تلپاتې روغتيا نظام تشكيلولو له خواخوږۍ ٬ رضاكارانه جذبې او خدمت خلق ته هم اړتيا ده: د صدر مملك آصف علي زرداري د رېډ كراس انټر نېشنل و رېډ كريسنټ ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔8مئی (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د موسمياتي بدلونونو د لاسه د رامخې ته شوو آفتونو ٬ وبائي رنځونو او د صحت عامه بېړنې حالاتو په څېر بدلېدونكو چېلنجونو تر مخه د حکومتی ادارو، د بشري خواخوږۍ تنظيمونو او د ځائي وروروليو ترمينځه د همكارۍ پياوړې كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د پياوړې او تلپاتې روغتيا نظام تشكيلولو له خواخوږۍ ٬ رضاكاره جذبې او خدمت خلق ته هم اړتيا ده كوم چې د رېډ كراس او رېډ كريسنټ تحريك بنيادي اقدار دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ددې خيالاتو څرګندونه د رېډ كراس او رېډ كرېسنټ (هلال احمر) نړيوالې ورځ په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان رېډ کریسنټ سوسائټی كومه چې د قائدِاعظم د جاری کړې شوي پاكستان رېډ كراس آرډر 1947 له مخې جوړه كړې شوه ته د انسانيت په خدمت كولو او د دوې په نه كمزورې كېدونكې تړون پېرزوئنې وړاندې كوم۔ صدر مملكت ووئيل رېډ كريسنټ تحريك په ګرد هېواد كښې د صحت عامه په بېلو اقداماتو كښې يو مهم همكار پاتي شوے۔ د دې خدمات وروستو پاتې سيمو كښې د روغتيا نظام ښه كولو له د قومي هڅو برخه دي۔ صدر مملكت د موسمياتي بدلونونو د لاسه د رامخې ته شوو آفتونو ٬ وبائي رنځونو او د صحت عامله بېړنې حالاتو په څېر بدلېدونكې چېلنجونو تر مخه د حکومتی ادارو، د بشري خواخوږۍ تنظيمونو او د ځائي وروروليو ترمينځه د همكارۍ پياوړې كولو په حاجت زور راوړو۔ صدر مملكت ووئيل د پاكستان حكومت د بشري خواخوږۍ تنظيمونو سره د همكارۍ لا مؤثره كولو عزم لري دغسې چی په وخت او مؤثره طبي مرستې رسول باوري كړې شي۔ صدر مملكت ټولو اړوندو ډلو ته غږ وكړو چې هغوي د انسانيت ٬ يووالي او خذمت عزم پخلے وكړي او مونږ ټولو له به يو جامع ٬ خوندي او باوقار پاكستان جوړولو له كار كول وي۔











