لاهور۔8مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير او د پي سي بي چيِئرمېن محسن نقوي په دوه ورځنۍ دوره د بنګله دېش پلازمينې ډھاكه ته ورسېد۔ د پي سي بي وياند له مخې د ډھاكه په هوائي ډګر وفاقي وزير ته د بنګله دېش خارجه سېكرټري اسد عالم صائم ٬ داخله سېكرټري ابو نعيم او د بنګله دېش بورډ چيف اېګزېكټو آفيسر ناظم الدين هركلے ووے۔ د محسن نقوی …
د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي په دوه ورځنۍ دوره ډھاكه ته ورسېد

مزید خبریں
لاهور۔8مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير او د پي سي بي چيِئرمېن محسن نقوي په دوه ورځنۍ دوره د بنګله دېش پلازمينې ډھاكه ته ورسېد۔ د پي سي بي وياند له مخې د ډھاكه په هوائي ډګر وفاقي وزير ته د بنګله دېش خارجه سېكرټري اسد عالم صائم ٬ داخله سېكرټري ابو نعيم او د بنګله دېش بورډ چيف اېګزېكټو آفيسر ناظم الدين هركلے ووے۔ د محسن نقوی دا دوره د دوه اړخيزه اړيكو ٬ داخلي چارو كښې مرسته او كركټ رابطو ته وده وركولو له مهمه ګرځولې شي۔ د سرچينو له مخې د دورې په مهال به د شريكې خوښې په چارو ملاقاتونه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د لوبو او په خاص توګه د كركټ په څانګه كښې د همكارۍ په زياتولو خبرې كيږي۔ محسن نقوی به د خپلې دورې په مهال بنګله دېشي چارواكو او د كركټ بورډ عهدېدارانو سره مهم ملاقاتونه هم كوي۔(








