د وزيراعظم شهباز شريف خپل قطري همڅنګ سره ټېلېفوني خبرې ، منطقه كښې تلپاتي امن لپاره د روانو سفارتي هڅو مخ په وړاندې بوتللو له د عزم پخلے

  اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) پاکستان او قطر په منطقه كښې تلپاتي امن په ځائے كولو د روانو سفارتي هڅو مخ په وړاندې بوتللو له د عزم پخلے كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره خپل قطري همڅنګ شېخ بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثانی ټېلېفوني تماس ونيولو۔ دواړو لارښودو منطقه كښې د روانې وضعې …

 

اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) پاکستان او قطر په منطقه كښې تلپاتي امن په ځائے كولو د روانو سفارتي هڅو مخ په وړاندې بوتللو له د عزم پخلے كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره خپل قطري همڅنګ شېخ بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثانی ټېلېفوني تماس ونيولو۔ دواړو لارښودو منطقه كښې د روانې وضعې په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو تلپاتي امن له د روانو هڅو مخ په وړاندې بوتللو له  عزم تكرار كړو۔ وزيراعظم په 16 اپرېل د دوحه خپلې دورې ذكر كولو سره ووئيل د قطر امير سره ملاقاتونه په منطقه كښې د امن ودې  له اتفاق رائے پېدا كولو كښې ګټور ثابت شول۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان اولس د قطر امير زر تر زره د پاكستان دورې ته سترګې په لار دے۔ د قطر وزيراعظم په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو له د پاكستان پرله پسې هڅې وستائېلې۔ ده باور وركړو چې قطر به د پاكستان په مشرۍ كښې د روانو هڅو ملاتړ روان ساتي۔ دزواړو د شريكې خوښې په ځارو د مشاورت په روان ساتلو هم اتفاق وكړو۔