اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی)د سينيټ هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا كېلاني په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د سينيټ 361مې غونډې په مهال په غور كونكې قانون سازۍ چارو د تفصيلي خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قانون سازۍ نه علاوه په غونډه كښې په مهمو قامي او نړيوالو چارو او د موجوده صورتحال په اړه به هم …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په مشرۍ كښې د سينيټ هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی)د سينيټ هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا كېلاني په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د سينيټ 361مې غونډې په مهال په غور كونكې قانون سازۍ چارو د تفصيلي خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قانون سازۍ نه علاوه په غونډه كښې په مهمو قامي او نړيوالو چارو او د موجوده صورتحال په اړه به هم بحث كولې شي ۔كمېټۍ پريكړه وكړه چې غونډھ به تر 22 مئ روانه ساتلې شي ۔ په غونډه كښې د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان٬سينيټر راجه ناصر عباس۔د مخالفې ډلې مشر سينيټر سليم مانډوي والا٬سينيټر شيري رحمان٬سينيټر رانا ثناﺀالله خان٬سينيټر سيد علي ظفر٬سينيټر منظور احمد٬سينيټر عطاﺀالرحمان٬سينيټر جان محمد٬سينيټر حاجي هدايت الله خان٬د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د سينيټ سېكرټري سيد حسنين حيدر ګدون وكړو۔د سينيټ كمېټۍ سېكرټري ته د موجوده غونډې په مهال په غور كونكې قانون سازۍ ايجنډا بريفنګ وركړو۔











