موسمی بدلونونه نړيوال امن ، معیشت او بشري بقاﺀ لپاره چېلنج ګرځېدلے: د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

  اسلام آباد۔7مئی  (اے پی پی) د سېنېټ چيرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي موسمی بدلونونه نړيوال امن ، معیشت او بشري بقاﺀ لپاره چېلنج ګرځيدلے كوم چې د خوراك تحفظ ، آبی وسائل، كر كېله، معاشی استحکام او بشري بقا اغېزمند كوي۔  ده په  دې خبره زور راوړو چې مؤثر ماحولياتي اقدامات لپاره امن ، استحکام او نړيواله همكاري ضروري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد …

 

اسلام آباد۔7مئی  (اے پی پی) د سېنېټ چيرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي موسمی بدلونونه نړيوال امن ، معیشت او بشري بقاﺀ لپاره چېلنج ګرځيدلے كوم چې د خوراك تحفظ ، آبی وسائل، كر كېله، معاشی استحکام او بشري بقا اغېزمند كوي۔  ده په  دې خبره زور راوړو چې مؤثر ماحولياتي اقدامات لپاره امن ، استحکام او نړيواله همكاري ضروري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد كښې د ډان ميډيا ګروپ تر سېوري لاندې تابيا كې شوي بریتھ پاکستان کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل آپرېشنز”معرکه حق“او’’بنیانٌ مرصوص‘‘ د قامي يووالي ، نظم و ضبط او عزم عکاسی كوي۔ ده د اوسنيو نړيوالو بحرانونو كمولو له د پاكستان سفارتي هڅې هم په ډاګه كړې۔ ده په دې خبره اندېښنه ښكاره كړه چې د نړۍ په موسمياتي توګه زياتو ځپلو شوو هېوادونو كښې د شاملېدو باوجود پاكستان ته تر دې دمه په دې لسيزو كښې  د يو ارب ډالرو څخه هم لږ ماحولياتي فنډ وركړے شوے ۔ ده د COP29 په شمول نړيوال لوظونه غېر كافي ګرځولو سره ووئيل  ماحولياتي فنډ بايد منصفانه او په وخت وي۔ د پاکستان د ماحولیاتی اقدامات ذكر كولو سره ده د  کلائمېټ چېنج اېکټ، شجرکاری مهمات، لیونګ انډس انېشی اېټو، ګرین پاکستان پروګرام او د پارليمنټ په شمسي توان د اړولو حواله وركړه۔ د خپلې وېنا په آخر كښې ده ووئيل سباؤن د هغوي دے څوك چې په مړانه ٬ يووالي او بصيرت سره كار كوي۔ ده دا باور څرګند كړو چې پاكستان د مثال جوړېدو بشپړ صلاحيت او ذمه واري لري۔