اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي په معركه حق كښې فتح د لوي څښتن انعام دے ٬ په معركه حق كښې په نړۍ واضح شوې چې كوم قامونه د مرګ نه نه ېرېږي ھغوي له ماتې نشي وركړې كېدې، ملي وحدت د پاكستان اصل طاقت دے او كه دا فضا په مستقل بنيادونو پاتې شي نو پرمختګ او كاميابي …
په معركه حق كښې قتح د لوي څښتن انعام دے ٬ په معركه حق كښې په نړۍ واضحه شوې چې كوم قامونه د مرګ نه نه ېرېږي ھغوي له ماتې نشي وركړې كېدې۔ سيد مصطفيٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي په معركه حق كښې فتح د لوي څښتن انعام دے ٬ په معركه حق كښې په نړۍ واضح شوې چې كوم قامونه د مرګ نه نه ېرېږي ھغوي له ماتې نشي وركړې كېدې، ملي وحدت د پاكستان اصل طاقت دے او كه دا فضا په مستقل بنيادونو پاتې شي نو پرمختګ او كاميابي د هېواد مقدر جوړېدې شي۔ د زيارت په ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون په فيصل مسجد کيمپس كښې تحقيق او مكالمې لپاره د اقبال نړيوالې ادارې په تر سېوري لاندې د “معركه حق” د كاميابۍ په يو كال بشپړېدو تابيا كړي سېمينار ته خپلې وېنا كښې مصطفٰې كمال ووئيل د هندي يرغل په ځواب كښې ټول قام يو شو او مذهبي٬ فرقه ايز او سيمه ايز تقسيم پش منظر ته لاړو ۔ ده ووئيل د ځينو قامونو مقاصد داسې وي چې پرې اختلافات ثانوي حيثيت اختيار كړي٬ دې لپاره به قام له د وحدت او يووالي فضا دغسې په ځاے ساتل پكار وي٬ ده ووئيل د پاکستان اصل مسئله بهرنے دښمن نه بلكې كورنې عدم اتحاد دے٬ ده ووئيل مونږ له به د رائے احترام ته وده وركول وي او وزيراعظم شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د پاك پوځ هر عسكر ته پېرزوئنې وړاندې كول پكار دي۔ په دې موقع د جامع صدر ډاکټر احمد سعد الاحمد٬ بيرسټر ظفر الله خان او نورو هم وېنا وكړه ۔











