چې څه كول غواړې وكړئ٬ هغه كه روايتي يا غېر روايتي جنګ وي٬ مونږ وړاندې هم چمتو ولاړ وو او اوس هم يو، په بشپړ طاقت به ځواب وركوٶ۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري پريس کنفرنس

  پېنډۍ 07 مئي (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري هند ته واضحه او په سپينو ټكو پېغام وركړے دے چې څه كول غواړې وكړئ٬  هغه كه روايتي يا غېر روايتي جنګ وي٬ مونږ وړاندې هم چمتو وو او اوس هم يو،   په بشپړ طاقت سره به ځواب وركوٶ، د پاکستان سلامتيا او دفاع به په هر ډول برقرار ساتو ، …

 

پېنډۍ 07 مئي (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري هند ته واضحه او په سپينو ټكو پېغام وركړے دے چې څه كول غواړې وكړئ٬  هغه كه روايتي يا غېر روايتي جنګ وي٬ مونږ وړاندې هم چمتو وو او اوس هم يو،   په بشپړ طاقت سره به ځواب وركوٶ، د پاکستان سلامتيا او دفاع به په هر ډول برقرار ساتو ، څوك دا جرات نشي كولې چې د پوځ او اولس په مېنځ كښې حائل شي ٬ مونږ به تر آخري ترهګر جنګ روان ساتو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د معركه حق په يو كال ترسره كېدو ډپټي چيف آف ايئر سټاف پروجيکټس ائير وائس مارشل طارق غازي او ډپټي چيف آف نيول سټاف آپريشنز رئير ايډمرل شفاعت علي سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل په معركه حق كښې د الله پاك په فضل او كرم سره پاك پوځ د اولس د هيلو له مخئ كردار لوبولے٬ مونږ د خپل ځان نه 5 چنده لوي دښمن ته په ملټي ډومين وار كښې ماتې وركړې٬ په دې خبره د پاكستان ماشومانو سره سره د هند ماشومان هم پوهه دي٬ دا جلا خبره ده چې ھغوي ئې نه مني۔ ده ووئيل هند ډېر په مكارۍ سره بيانيه جوړه كړه چې پاكستان په ترهګرۍ كښې ملوث دے خو اصل حقيقت دا دے  چې هند خپله په ترهګرۍ كښې ككړ دے، هند خپلې بيانيې لپاره فالس فليګ آپريشن وكړو او د پهلګام  په پېښه د تحقيقات نه غېر په څو لمحو كښې په پاكستان تور ولګولے شو٬ نړۍ د هند د ځانه په جوړو خبرو غوږ ګرولو ته تېاره نه ده۔ ده زياته كړه چې د پهلګام پېښې يو كال وشو خو پاكستان چې كومې پوښتنې كړي ھغه هم ھغسې موجود دي، ځواب راكړۍ څوك ٶ چې دا كار يې وكړو٬ هند دي اووائي چې د ترهګرو كوم كېمپ يې په نښه كړے،د ډزو د پېښې په 15 دقيقو كښې اېف آئي آر درج كړے شوے چې ترهګر د پولې پورې غاړې نه راغلي وو خو د هند استخباراتي ايجنسۍ د ترهګرو په لاره نيولو كښې ناكامه شوي۔ ده ووئيل كشمير د هند برخه نه ده بلكې دا يوه نړيواله منلې شوې شخړه ده، هند د خپل اولس سره ترهګري كوي او تورونه ئې په نورو لګوي٬ بايد هند رښتيا اووائي۔ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل د هند سياستمدار، سياستمدار لږ او جنګيالي زيات ښكاري٬ د هند پروفيشنل آرمي د سياست ښكار كړې شوې ، د هندي سياستمدار د  هندوتوا نعرې او د  “اکھنډ بھارت” خبرې كوي، كه دا ژبه استعمالوئ نه بيا رامخې ته شئ٬ ده ووئېل هند ته واضحه او په سپينو ټكو پېغام دے چې څه كول غواړئ وكړئ٬ هغه كه روايتي يا غېر روايتي جنګ وي٬ مونږ وړاندې هم چمتو وو او اوس هم  يو، مونږ ولاړ يو او په بشپړ طاقت سره به ځواب وركوٶ، دا جنګ د زمكي، فضا، سمندر، سائبر او د ذهنونو جنګ دے، د چا پلار هم پاكستان ته زيان نشي رسولے،  ده ووئېل كه څوك شك لري نو د دې وړومبۍ برخ  مونږ ښودلې ده، د پاکستان سلامتيا او دفاع به په هر ډول برقرار ساتٶ۔ ده ووئيل  په معرکه حق كښې چې څه تاسو ليدلي ھغه زمونږ د مجموعي پاور پوټينشل د لسو نه تر پنځلس فيصده دي٬ په 14 اګست به عظيم الشان پريډ كېږي، د خپل قوت د صلاحيت وړه غوندې نمونه به اولس ته ښائيو، مقصد دا چې وروستو ھغوي دا ونه وائي چې وئيلي مو نه وٶ۔ ده ووئيل مونږ پخپل ځان او قام باور لرو٬ قام هم په مونږ باور لري، څوك دا جرات نشي كولې چې د پوځ او اولس په مينځ كښې حائل شي۔ د آئي ايس پي آر ډي جي ووئيل پاك پوځ سياست سره هېڅ تعلق نه لري٬ خبرې اترې د سياسي ګوندونو استحقاق دے، ھغه دوي له خپل مينځ كښې كول دي، مونږ خو دا وائيو چې سياستمدار دې خپلې چارې د خبرو د لارې حل كړي۔ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل  منطقې ته استحكام څوك وركوي، هم پاکستان يې وركوي او د منطقې امن لپاره د ټولو نه زياتې هڅې هم پاكستان كوي، زمونږ په عزم چا له شك نه دے پكار ، د دوه نيوکليئر رياستونو ترمېنځه جنګ لېونتوب دے۔ ده ووئيل پاكستان او سعودي ژورې او د  ورورولۍ اړيكې لري، پاکستان ته د سعودي عرب او  سعودي ته د پاکستان سکيورټي او سلامتيا خوږه ده، د حرمين شريفين د محافظينو اعزاز هر پاکستاني لپاره مهم دے، ده ووئېل د حرمين شريفين حفاظت د سعودي عرب قامي سلامتيا سره تړلے دے ، سعودي عرب ته خطر زمونږ لپاره هم خطر دے۔ ده ووئيل ترهګر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري٬ د دوي شكلونه به تاسو ته اسلامي ښكاري خو دوي اسلام سره هېڅ تعلق نه لري، مونږ به د آخري ترهګر تر خاتمې جنګ روان ساتو، د ترهګرۍ جنګونه ٬ د بيانيې جنګونه اوږده وي ٬ په دې كښې وخت لګي اوس مونږ يوه وړه غوندې نمونه ښودلې ده ٬ دي پراکسيز سره په جنګ كښې زمونږ لسيزي وشوې ۔ ده ووئيل هند د ترهګرو سهولت كاري كوي٬ پاکستان كښې د ترهګرۍ په هره پېښه كښې هند او افغانستان ككړ دي، د افغان طالبانو تش په نامه خارجه وزير هند څخه مرسته غواړي۔ ده ووئيل د ائيرفورس پائلټ چې كله الوتكې له راون ٶ نو د ھغه په ذهن كښې ېره نه وه٬ دا دنيا خو تلونكې راتلونكې ده ، چې څومره ھغوي ژوند خوښوي دومره مونږ شهادت خوښوٶ، د شهيد مرګ د ھغه كالے وي۔  ليفټيننټ جنرل احمد شريف ووئيل د الله پاك شكر ادا كوٶ چې كله مونږ د دې كال احاطه كوٶ٬ مونږ به احاطه كوٶ چې زمونږ د هېواد ګاٶنډي هېواد ټول كال څه كول، دوي د سندور نه بهر كېږي ولې نه، سندور خو مېرمنو له لګولے كېږي، يو پاکستان او بل فيلډ مارشل شپه او ورځ  هند له په خوبونو كښې ورځي۔ د پاك فضائيه ډپټي چيف آف ايئر سټاف پروجيکټس ائير وائس مارشل طارق غازي ووئيل  مونږ په آپريشن بنيان مرصوص كښې د هند 8 جنګي الوتكې رانسكورې كړې ٬ د هند په نښه كړې شوې جنګي الوتكو كښې 4 رافيل، ايس يو 30، مګ 29 او  ميراج 2000 شاملې دي، د دې نه علاوه يو ډېر  ګران ګڼ اړخيزه اتومېتك کار ائيرل سسټم هم تباه كړے شوے۔ په دې موقع پريس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې ډپټي چيف آف نيول سټاف آپريشنز رئير ايډمرل شفاعت علي ووئيل هند د سمندري بېړۍ تعيناتولو هڅه كړې وه  ٬ هند پخپل سمندري طاقت غرور لرلٶ٬ د هند بحريه هره وسله لرله خو د جارحيت همت ئې ونه كړے شو۔ ده ووئيل  په معرکه حق كښې پاک بحريه او پاک فضايه په ګډه دښمن تباه كولو له چمتو وې، په دې مهال زمونږ بندر ځايونه، تنصيبات محفوظ او فعاله ٶو۔ ده ووئيل مونږ  امن له خوښي لرو  خو دا دې كمزوري ونه ګڼلې شي، ده ووئېل په معرکه حق كښې زمونږ همكاري د ځانګرې فتح سبب شوه، زمونږ سمندري اثاثې په سمندر كښې محفوظ  دي