په معركه حق كښې فتح د قامي يووالي ، وطن سره د مينې او په پاك پوځ د اولس د باور څرګندونه ده: اورنګزېب خان كھچي

  اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی وئيلي دي  په معركه حق كښې قتح د قامي يووالي ، وطن سره د مينې او په پاك پوځ د اولس د باور ښكاره څرګندونه ده ، ټول قام له معركه حق كښې د بريا په يو كال بشپړېدو مباركي وركوم او په دې موقع پاك پوځ او په خاص توګه فيلډ مارشل سيد …

 

اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی وئيلي دي  په معركه حق كښې قتح د قامي يووالي ، وطن سره د مينې او په پاك پوځ د اولس د باور ښكاره څرګندونه ده ، ټول قام له معركه حق كښې د بريا په يو كال بشپړېدو مباركي وركوم او په دې موقع پاك پوځ او په خاص توګه فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او ټولو سېكورټي ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كوو كومو چې په هر سخت وخت كښې د هېواد بشپړه دفاع وكړه۔ هغه د اکادمی ادبیات پاکستان  تر سېوري لاندې خصوصي سيمينار ته د ’’ قامي مقاصد په ترلاسه كېدو كښې د ادب كردار ‘‘ په سرخط د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل ځينې عناصر د دې تاثر رامخې ته كولو هڅه كوي چې قام او پاك پوځ په يو پېج نه دي خو معركه حق دا ثابته كړه چې ټول قام خپلو وسله والو پوځونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل لاهور كښې د مزار اقبال او اقبال اكېډمي لاهور بحالۍ او رنګ روغون له د قامي ورثې او كلتور وزارت لخوا دېره پیسه مصرف كول شي۔ ده ووئيل په سيالكوټ كښې د علامه اقبال د كور بحالۍ له د پنجاب حكومت ته چيټۍ استولې شوې ده۔ دستورې ته اظهار الحق خپل خطاب كښې ووئيل  كتاب تل پاتې كيږي خر څو چې صورت يۍ  د وخت سره سره بدلېږي۔ ده ووئيل نظريه پاكستان او پاكستانيت ته ودې وركولو له به ليكوالو له خپل كردار ترسره كول وي۔ د دستورې په پايه كښې وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی د شعر او شاعرۍ مقابله كښې برخه اخستونكو زده كوونكو ته انعامونه وركړل۔