معرکهٔ حق د دفاعِ وطن، اخلاقي بريا او د ذمه وار رياست عكاسي كوي

  اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د سوئيلي آسياء په منطقه كښې د مئي په لسمه نيټه كال 2025 داسې نازك وخت راغلو چې معمولي ناسمې پرېكړې دا منطقه خوفناك تصادم ته رسولې شوه٬ د هند لخوا د زياتيدونكې جنګي اشتعال انګيزۍ، پولئيز تاٶ تريخوالي او د جارحانه بيانونو په ماحول كښې پاكستان د "معرکهٔ حق" د لارې نه يوازې د خپلواكۍ موثر دفاع وكړه بلكې نړۍ ته …

 

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د سوئيلي آسياء په منطقه كښې د مئي په لسمه نيټه كال 2025 داسې نازك وخت راغلو چې معمولي ناسمې پرېكړې دا منطقه خوفناك تصادم ته رسولې شوه٬ د هند لخوا د زياتيدونكې جنګي اشتعال انګيزۍ، پولئيز تاٶ تريخوالي او د جارحانه بيانونو په ماحول كښې پاكستان د “معرکهٔ حق” د لارې نه يوازې د خپلواكۍ موثر دفاع وكړه بلكې نړۍ ته ئې دا پېغام وركړو چې د قامي سلامتيا تحفظ سره سره ذمه واري، تحمل او د بشري اقدارو پالنه هم عين ممكن ده٬ نن د معركه حق په يو كال ترسره كېدو دا حقيقت لا ځانګړے شوے دے چې   حقيقي قوت  د عسكري طاقت سره سره اصولي استقامت، ملي وحدت او په اخلاقي برېا كښې هم پروت وي۔ د مبصرينو له مخئ معرکهٔ حق كښې پاكستان د يو ذمه وار رياست په توګه د خپلواكۍ بشپړه دفاع كړې خو د طاقت په استعمال كښې يې احتياط او توازن ساتلے ٬ د دې تګلارې مركزي نكته دا وه چې تاٶ تريخوالے نور زيات نشي  او سول آبادي د هر ممكنه زيان څخه محفوظ وساتلې شي٬ د دې برعكس د هند جارحانه اقدامات په منطقه كښې عدم استحکام ته هوا وركړه  او د بشري بحران اندېښنې زياتې شوې كومو چې نړيوال پام هم خپل پلو راوګرځولو٬ د نړيوالو مبصرينو او سفارتي حلقه جات لخوا په سوئيلي آسياء كښې په ممكنه تصادم د تشويش څرګندونه وشوه  او پاكستان پرله پسې د ذمه واره سفارتي رابطو او په تحمل اډانه موقف د لارې په تاٶ تريخوالي كښې د كمي كولو هڅو ته پام لرنه  وكړه۔ دا معرکه د خپل نوعيت په اعتبار سره يوازې دفاعي اقدام نه ٶ بلكې د يو واضحه اخلاقي او اصولي موقف عكاسي هم كوي٬ په اسلامي تعليمات كښې د مظلوم دفاع او د ظلم په ضد ادرېدل بنيادي فريضه ګرځولې شوې  او پاكستان دې اصول ته عملي شكل وركولو سره نه  يوازې د خپلې خاورې دفاع وكړه بلكې د انساني ځانونو تحفظ  ئې هم وړومبۍ ترجيح ورګرځوبه ۔ د قرآنِ کريم د سوره البقره په آيت 190 كښې ارشادِ دے  (ترجمه) د الله  په لاره كښې ھغوي سره جنګ وكړۍ څوك چې تاسو سره جنګ كوي او زياتے مه كوئ٬ بېشكه الله پاك زياتے كوٶنكي نه خوښوي٬ د دې اسلامي اصول په رڼا كښې پاكستان خپل دفاعي غبرګون محدود، متوازن او په ذمه واره دائره كښې وساتلو ٬ هم دا سبب دے چې سول آبادي د زيان نه ساتلو لپاره  هر ډول ممكنه هڅه وشوه، كومه چې د يو مهذبه او ذمه وار رياست كردار رامخې ته كوي۔ د  معرکهٔ حق د سالګرې په مهال قام عزم لري چې پاكستان به تل د خپلې دفاع حق په ځاے ساتلو سره انصاف، ذمه واري او د امن په اصولو كار كوي٬ معركه حق نه يوازې د يو دفاعي كاميابۍ سمبول دے بلكې د دې خبرې هم ثبوت دے چې په اصولو پاتې كېدو سره قامونه پخپل تاريخ كښې د عزت او وقار سره تل ياد ساتلے كېږي۔