معرکه حق، د آئي ايس پي آر ډي جي د قام دغير متزلزل عزم او د قامي موقف موثره٬ واضحه او په سپينو ټكو ترجماني كړې

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د آئي اېس پي ډي جي آر ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري د معرکه حق په مهال د قام د عزم بشپړه ترجماني كولو سره د هند په بې دليله جارحيت واضحه او ښكاره موقف اختيار كړے ٬ هغه د هند د بزدلانه بريد نه د معركه حق تر فتح نړۍ د قامي موقف نه لمحه به لمحه خبر ساتلې ۔ تفصيلات له …

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د آئي اېس پي ډي جي آر ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري د معرکه حق په مهال د قام د عزم بشپړه ترجماني كولو سره د هند په بې دليله جارحيت واضحه او ښكاره موقف اختيار كړے ٬ هغه د هند د بزدلانه بريد نه د معركه حق تر فتح نړۍ د قامي موقف نه لمحه به لمحه خبر ساتلې ۔ تفصيلات له مخې په معرکه حق كښې د پاکستان مؤثر ستراتېژك کميونيکيشن څخه دا  واضحه كړې شوې چې قامي عزم يوازې ادعا نا ځكه چې پاكستان څه وئيل هغه يې كړي هم دي۔ په معرکه حق كښې د آئي ايس پي آر ډي جي د قام د غير متزلزل عزم او  د قامي موقف موثره٬ واضحه او په سپينو ټكو ترجماني كړې۔ هعه  د مئي په شپږمه نيټه كال 2025 د شپې د هند په بې دليله جارحيت واضحه موقف خپلولو سره وئيلي وٶ چې بزدل دښمن هند د خپل حدود څخه په پاكستان بريد كړے د كوم چې به په وخت٬ موثر او بشپړ ځواب وركولې شي٬ هند په دې حارجيت كښې د پاكستان شهري آبادي په نښه كړې او د دې به سخت ځواب وركولې شي٬ د آئي اېس پي آر ډي جي وئيلي وٶ چې پاكستان به د خپل وخت٬ ځاے او د خپلې خوښې له مخئ د هند د جارحيت پرېكنده ځواب وركوي او د بې ګناه وګړو د ناحقه وينې بهيولو به پورا پورا حساب اخستلے شي۔ ده ووئيل چا ته په دې شك نه دې پكار چې كله زمونږ د پولو خلاف وزري اوشي نو مونږ به په طاقت سره پرېكنده ځواب وركوٶ، د هندي جارحيت په ضد د پاك پوځ د وياند تاريخي ټكي د پاکستاني قام د جرات، وحدت او قامي عزم عكاسي كوي۔