د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شيخ الحديث ٬ د صوبائي اسمبلۍ په پخواني غړي مولانا محمد ادريس د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 05 مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شيخ الحديث نوموړي مذهبي سكالر ٬ د جمعيت علماﺀ اسلام لارښود او د صوبائي اسمبلۍ په پخواني غړي مولانا محمد ادريس د قاتلانه بريد غندنې كولو سره د هغه په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده د ارواښاد كورنۍ سره د يو والي …

اسلام آباد 05 مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شيخ الحديث نوموړي مذهبي سكالر ٬ د جمعيت علماﺀ اسلام لارښود او د صوبائي اسمبلۍ په پخواني غړي مولانا محمد ادريس د قاتلانه بريد غندنې كولو سره د هغه په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده د ارواښاد كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه٬ ده ووئېل په دې سخت وخت كښې مونږ د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مولانا محمد ادريس صېب مذهبي و سياسي خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كړی او وې وئېل مولانا محمد ادريس يو جيد عالم او مدبر سياسي لارښود ؤ ۔ده په بريد كښې د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر د ارواښاد لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔

مزید خبریں