د جے يو آئي لارښود عبدالغفور حېدري د مولانا ادريس په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 05 مئی(اے پی پی)د جمعيت علماﺀ اسلام (ف)مركزي سېكرټري جنرل او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالغفور حېدري د شيخ الحديث مولانا ادريس په شهادت د غم او دړد څرګندونه كړې ده۔د جے يو آئي مركزي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې مولانا عبدالغفور حيدري ووئيل د شيخ الحديث مولانا ادريس شهادت قامي پیښه ده٬هغه د دين او د هېواد لپاره د قدر وړ خذمات ترسره …

اسلام آباد 05 مئی(اے پی پی)د جمعيت علماﺀ اسلام (ف)مركزي سېكرټري جنرل او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالغفور حېدري د شيخ الحديث مولانا ادريس په شهادت د غم او دړد څرګندونه كړې ده۔د جے يو آئي مركزي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې مولانا عبدالغفور حيدري ووئيل د شيخ الحديث مولانا ادريس شهادت قامي پیښه ده٬هغه د دين او د هېواد لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔د جے يو آئي لارښود ووئيل د شهيد لارښود جدائي لوي غم دے٬حكومت دې په سمدستي توګه قاتلان ګرفتار او انصاف سره مخ كړي۔ده ووئيل مولانا ادريس مدبر عالم او سنجيده سياسي لارښود ؤ ٬د شهيد ديني او سياسي خذمات به تل ياد ساتلے شي۔

مزید خبریں