د سينيټ چيئرمېن په شيخ الحديث مولانا محمد ادريس د بريد سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 05 مئی(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په نوموړې عالم دين شيخ الحديث مولانا محمد ادريس د بريد سخته غندنه كړې ده ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د مولانا محمد ادريس ديني او علمي خذمات د هېرولو نه دي او د هغه په شهادت هېواد د يو جيد عالم دين څخه محروم شو۔ده ووئيل دا ډول …

اسلام آباد 05 مئی(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په نوموړې عالم دين شيخ الحديث مولانا محمد ادريس د بريد سخته غندنه كړې ده ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د مولانا محمد ادريس ديني او علمي خذمات د هېرولو نه دي او د هغه په شهادت هېواد د يو جيد عالم دين څخه محروم شو۔ده ووئيل دا ډول بزدلانه بريدونه د ټولنې امن او استحكام ته د زيان رسولو ناوړه هڅه ده كومه به چې په هېڅ صورت برداشت نه كړې شي۔د سينيټ چيئرمېن د ارواښاد مولانا محمد ادريس كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره د شهيد لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔د سينيټ چيئرمېن په پېښه كښې د ژوبل شوو پوليس اهلكارو لپاره د نيكو هيلو څرګندونې كولو سره د هغوي زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔

مزید خبریں