د رانا مشهود احمد خان په مشرۍ كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام او د يو اېن يوتھ ټاسك فورس غونډه

اسلام آباد۔5 مئی(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د پاكستان حكومت او ملګري ملتونه په ځوانانو سرمايه كارۍ ته مهمه پام لرنه ګڼي ، په تېرو دوو كلونو كښې د وزیراعظم یوتھ پروګرام لاندې 305 اربه روپو څخه زيات كاروباري پورونه وركړے شوي او د لكھونو په شمېر ځوانان تربيه كړې شوي دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا …

اسلام آباد۔5 مئی(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د پاكستان حكومت او ملګري ملتونه په ځوانانو سرمايه كارۍ ته مهمه پام لرنه ګڼي ، په تېرو دوو كلونو كښې د وزیراعظم یوتھ پروګرام لاندې 305 اربه روپو څخه زيات كاروباري پورونه وركړے شوي او د لكھونو په شمېر ځوانان تربيه كړې شوي دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزیراعظم یوتھ پروګرام او د ملګرو ملتونو یوتھ ټاسک فورس ترمينځه د لوړې كچې يوه غونډه په وزيراعظم آفس اسلام آباد كښې وشوه۔ د غونډې مشري رانا مشهود احمد خان وكړه۔ د غونډې مقصد د ځوانانو پرمختګ ته وده وركول او دوئي لپاره موقعې زياتولو سره اړونده همكاري مضبوطول وو۔ په دې موقع ووئيل شول په پاكستان كښې د يو اېن یوتھ ټاسک فورس نزدې 90 فیصده غړي پاكستاني وګړي دي كوم چې ځائي نمائندګي او قامي شموليت په ډاګه كوي۔ د پرانستې خبرو كښې مشهود احمد خان ووئيل د پاكستان حكومت او ملګري ملتونه په ځوانانو سرمايه كاري مهمه ګڼي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې نزدې 10 کروړه ځوانان چې عمرونه يۍ 10 څخه تر 29 كاله دي موجود دي اودا هېواد لپاره لويه او متحرك برخه ده۔ ده د یونیسیف ٬ انټرنېشنل لېبر آرګنائزېشن او یونیسکو په څير ادارو خذمات وستائېل كومو چې ځوانانو له روزګار ٬ زده كړې او مهارتونو ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كړے ۔ غونډه دې عزم سره پايې ته ورسېده چې د پاكستان حكومت او ملګري ملتونه به په ګډه د ډیجیټل یوتھ حب د لارې د ځوانانو صلاحيتونه په بشپړه ډول وكاروي

مزید خبریں