معركه حق سره د پاكستان عسكري ٬ سفارتي قوت په نړۍ ښكاره شو: پاكستان بزنس فورم

اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) چیف آرګنائزر پاکستان بزنس فورم چوهدري احمد جواد د معرکه حق يو كال په بشپړېدو پاكستاني قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي دا تاريخي معركه زمونږ لپاره د يووالي عزم او قامي پرمختګ روښانه علامت ګرځېدلې ده ۔’’اے پی پی‘‘ سره خاص خبرو كښې ده ووئيل معركه حق نه يوازې قام يو كړو بلكې په نړۍ يۍ د پاكستان عسكري ٬ سفارتي او معاشي قوت …

اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) چیف آرګنائزر پاکستان بزنس فورم چوهدري احمد جواد د معرکه حق يو كال په بشپړېدو پاكستاني قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي دا تاريخي معركه زمونږ لپاره د يووالي عزم او قامي پرمختګ روښانه علامت ګرځېدلې ده ۔’’اے پی پی‘‘ سره خاص خبرو كښې ده ووئيل معركه حق نه يوازې قام يو كړو بلكې په نړۍ يۍ د پاكستان عسكري ٬ سفارتي او معاشي قوت هم په ډاګه كړو۔ ده ووئيل پاك هوائي پوځ او پاك پوځ چې په كومه مړانه ٬ تګلاره او پېشه ور مهارت د دښمن مقابله وكړه هغه يو ځانګړے او د وياړ وړ باب دے۔ ده ووئيل هند ته په وركړے شوي مؤثر ځواب نن د ګردې نړۍ په عسكري ادارو او وار كالجونو كښې د كېس سټډي په توګه بحث روان دے كوم چې د پاكستان د دفاعي صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل د هندي هوائي پوځ د عصري رافيل الوتكو په شمول په مجموعي توګه 8 جنګي الوتكې هدف جوړول د پاك پوځ د اعلی تربيت ٬ مهارت او تكنيكي بريا څرګندونه وه۔ د دې برعكس د هند دفاعي پالېسي ناكامه ثابت شوه۔ پاکستان بزنس فورم د وزیراعظم شهباز شریف او عسکری مشرتابه په خاص توګه د فیلډ مارشل زيرك قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاك پروردګار په فضل او بيا د هغه د مؤثره لارښودنې له امله پاكستان ته دا تاريخي بريا ترلاسه شوه د كومې مثبت اثرات چې نن د ملكي استحكام او پرمختګ په شكل كښې رامخې ته كيږي۔ سنیئر نائب صدر پاکستان بزنس فورم آمنه منور اعوان ووئيل په عسكري تاريخ كښې د آپرېشن ’’بنیان مرصوص‘‘ په نامه ياد پاتې كېدونكې دا معركه هند لپاره هغه سبق دے كوم به چې هغه كله هم هېر نه كړے شي

مزید خبریں