اسلام آباد۔5مئی (اے پي پي ) د ريلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي سوئېلې وزیرستان كښې د پاک پوځ په پوسته د خوارج د بريد په هڅه ناکامولو امنيتي ځواكونو ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د دښمن ناپاکه عزائم خاورې كړے شول او ځواكونو پخپل پیشه ورہ مهارت يو ځل بيا د قام سر په وياړ هسك كړو ۔ خپل يو پېغام كښې وفاقي وزیر ووئېل …
د ریلوے وفاقي وزير سوئېلې وزیرستان كښې د پاک پوځ په بوسته د خوارج د بريد په هڅه ناکامولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔5مئی (اے پي پي ) د ريلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي سوئېلې وزیرستان كښې د پاک پوځ په پوسته د خوارج د بريد په هڅه ناکامولو امنيتي ځواكونو ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د دښمن ناپاکه عزائم خاورې كړے شول او ځواكونو پخپل پیشه ورہ مهارت يو ځل بيا د قام سر په وياړ هسك كړو ۔ خپل يو پېغام كښې وفاقي وزیر ووئېل د امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ خلاف عزم غیر متزلزل دے او هېواد كښې امن و استحکام به په هر ډول برقرار ساتلے شي ۔ ده ووئېل ټول قام د خپلو مېړنو ځواكونو سره ولاړ دے او د دښمن هر منصوبه به ناکامه كولې شي ۔محمد حنیف عباسي په پیښه كښې د ژوبل شوو 7 وګړو زر تر زره او مکمل روغتيا لپاره دعا هم وكړه ۔ د ده وېنا وه د خوارج خلاف کاررواۍ به روانې وي او د هېواد دښمنه عناصر ته به په هر ډګر ماتې وركولې شي ۔







