اسلام آباد۔5 مئی(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان پاكستان اېسوسی اېشن آف آټوموټیو پارټس اېنډ اسیسریز مېنوفېکچررز (پاپام) او پاما سره د اعلې كچې يوې غونډې مشري وكړه په كومه كښې چې په آټو سېکټر پالېسۍ او د بجټ وړاندېزونو په تيارۍ غور وكړے شو۔ د اعلاميې له مخې په ځائي كچه جوړېدونكو آټو پارټس ته تحفظ وركولو سره په اړوندو وړاندېزېزونو …
د خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د آټو سېکټر پالېسۍ او بجټ وړاندېزونو په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 مئی(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان پاكستان اېسوسی اېشن آف آټوموټیو پارټس اېنډ اسیسریز مېنوفېکچررز (پاپام) او پاما سره د اعلې كچې يوې غونډې مشري وكړه په كومه كښې چې په آټو سېکټر پالېسۍ او د بجټ وړاندېزونو په تيارۍ غور وكړے شو۔ د اعلاميې له مخې په ځائي كچه جوړېدونكو آټو پارټس ته تحفظ وركولو سره په اړوندو وړاندېزېزونو او هغه پارټس كوم چې به په راروانو 5 كلونو كښې په ځائي كچه جوړولې شي غور روان دے۔ خاص مرستيال ددې لوظ پخلے وكړو چې د دې پالېسۍ مقصد مقامي صنعت مضبوطول او ملكي مېنوفېكچررز اختيارمند جوړول دي۔ په غونډه كښې د صنعت او پېداوار سېكرټري ٬ سي اي او ډي بي ٬ اېډیشنل سېکرټری او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو







