د وزيراعظم په تركيه كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد څرګندونه

اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف تركيه كښې د تباهي خپرونكي سېلاب او طوفان له امله په شوي ځاني او مالي زيان ژور غم دړد او افسوس ښكاره كولو سره ترك اولس سره د يووالي څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل د تركيه په غازي انتيپ ٬ شانلي عرفه ٬ اديامان صوبو او پیوستو سيمو كښې …

اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف تركيه كښې د تباهي خپرونكي سېلاب او طوفان له امله په شوي ځاني او مالي زيان ژور غم دړد او افسوس ښكاره كولو سره ترك اولس سره د يووالي څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل د تركيه په غازي انتيپ ٬ شانلي عرفه ٬ اديامان صوبو او پیوستو سيمو كښې د تباهي خپرونكي سېلاب او سخت موسمي صورتحال دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان ماته زيات خفګان شوے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف د سېلاب د لاسه په شوي ځاني زيان د پاكستان اولس ٬ حكومت او له خپل اړخه ترك صدر رجب طيب اردوان او ترك اولس سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل پاكستان د غم په دې سخت وخت كښې ترك ورونړو او خوېندو سره د يووالي څرګندونه كوي٬ زمونږ خواخوږۍ او دعاګانې ځپليو كورنيو سره دي۔ ده ووئيل پاكستان د تركيه ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالۍ هڅو كښې هره ممكنه مرسته كولو له چمتو دے

مزید خبریں