اسلام آباد۔4مئی (اے پي پي)وفاقي آئیني عدالت د عدالتي فیصلو تر ډېرې مودې محفوظ ساتل، په تاخیر اورول او د فیصلو نکات د وخت نه وړاندې لیک كېدو خلاف مهمه فیصله اورولو سره دا امركړے چې د ټاكلې مودې دننه فیصله نه اورول د قانون خلاف ورزي ده ۔د رپورټنګ لپاره منظور شوې تحریري تفصیلي فېصلې تر مخه عدالت واضحه كړه چې هائي کورټس د محفوظ كړو پرېكرو په 90 …
د ټاكلې مودې دننه فیصله نه اورول د قانون خلاف ورزي ده٬ وفاقي آئيني عدالت

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مئی (اے پي پي)وفاقي آئیني عدالت د عدالتي فیصلو تر ډېرې مودې محفوظ ساتل، په تاخیر اورول او د فیصلو نکات د وخت نه وړاندې لیک كېدو خلاف مهمه فیصله اورولو سره دا امركړے چې د ټاكلې مودې دننه فیصله نه اورول د قانون خلاف ورزي ده ۔د رپورټنګ لپاره منظور شوې تحریري تفصیلي فېصلې تر مخه عدالت واضحه كړه چې هائي کورټس د محفوظ كړو پرېكرو په 90 ورځو كښې دننه د اورولو پابند دي ٬ او د ټاكلې مودې نه پس اورولې فیصله په دې بنیاد کالعدم ګرحولې كېدې شي۔فیصله كښې ووئېل شول د سپریم کورټ او هائي کورټس رولز د رسمي قانون درجه لري او د دې په خلاف ورزۍ نتيجو سره مخ كېدل وي ۔وفاقي آئیني عدالت دا ووئېل د بینچ د غړو د اړخه دانسته یا غیر دانسته توګه بانتدې د پرېكرې نه وړاندې نکات لیک کول د قواعد خلاف دي او ټول ججز او عدالتي عمله په دې رولز د مکمل عملدرآمد پابند دي ۔د فیصلې تر مخه كه په كومه مقدمه كښې د فېصلې لیک كېدو څخه يا د نکات د وخت نه وړاندې په رامخې ته كېدو ګيله د بینچ مشر د بيا د سره سماعت حکم جاري كولې شي ۔ عدالت ووئېل د ځنډ ښكار مقدمو بار باوجود په وخت انصاف وركول ضروري دي ۔عدالت مشاهدہ کړه چې په اوسنو كښېې د پرېكړو محفوظ کولو رجحان زيات شوے دے د كومو له امله چې فریقین د خپلو حقونو تر لاسه كولو لپاره ډېر انتظار سره مخ كېږي۔ فیصله كښې وئېلې شوي عموماً فیصله په هغه وخت محفوظ کولې شي چې كله ججز په كومه نتیجه متفق نه وي یا معامله پیچلې وي او د قانوني نکات حامله وي ۔موجودہ کیس كښې د سندھ هائی کورټ د اړخه محفوظ كړې فیصله لس مياشتې پس واورولې شوه د كومې چې عدالت سخت نوټس واغست ۔ وفاقي آئیني عدالت د پاکستان شپنګ کارپوریشن اپیل تر سره كولو سره د سندھ هائي کورټ آبزرویشنز حذف کړو ۔عدالت حکم وركړو چې په فیصله عملدرآمد لپاره د ټول هبواد هائی کورټس ته ولېږئ ۔ په ٧ پاڼو مشتمل دا فیصله جسټس عامر فاروق ليكلې ده







