اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د كونسل آف پاكستان نيوز پېپرز اېډيټرز (سي پي اېن اي) نوې ټاكلې شوو عهدېدارانو له مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ په خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن د سی پی اېن ای نوي ټاكلي شوي صدر كاظم خان ٬ عمومي سېكرټري غلام نبي چانډيو ٬سینئر نائب صدر ایاز خان، نائب صدرانو شکیل احمد ترابی او انور ساجدی او …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سي پي اېن اي نوې ټاكلې شوو عهدېدارانو له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د كونسل آف پاكستان نيوز پېپرز اېډيټرز (سي پي اېن اي) نوې ټاكلې شوو عهدېدارانو له مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ په خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن د سی پی اېن ای نوي ټاكلي شوي صدر كاظم خان ٬ عمومي سېكرټري غلام نبي چانډيو ٬سینئر نائب صدر ایاز خان، نائب صدرانو شکیل احمد ترابی او انور ساجدی او د اطلاعاتو سېكرټري منزہ سهام په شمول نورو عهدېدارانو له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل آزاد او ذمه وار صحافت د جمهوري نظام په مضبوطيا كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د میډیا ادارو او ریاستی ډھانچې ترمينځه مثبت تړون د هېواد او قام په ګټه كښې زيات ضروري دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې نوې مشرتابه به صحافتی ورورولۍ ته د پېښو مسئلو حل كولو ٬ د پېشه ور معيار ښه كولو او د مېډيا اداره جاتي استحكام له فعاله او مؤثر ګامونه پورته كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې پارليمان به ميډيا ته وده وركولو له هره ممكنه مرسته جاري ساتي







